هرات (پژواک، ۲۱ وری ۹۷): د هرات ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت پر چشت ولسوالۍ د طالبانو په بريد کې ۱۵ طالبان او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې طالبانو تېره شپه د هرات د چشت ولسوالۍ پر سرچشمه کلي بريد کړی چې د نښتې له امله ۱۵طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه چې په دې نښته کې دوه امنيتي سرتېري هم وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهيسې د چشت ولسوالۍ د نيولو او سلمان بند نړولو لپاره د طالبانو د هڅو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
خو د هرات د والي وياند زياته کړه چې د چشت ولسوالۍ او سلمان بند د امنيت خونديتوب لپاره پوره اندازه ځواکونه ځای پر ځای شوي او طالبان د يادې ولسوالۍ د نيولو او سلما بند د نړولو توان نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن