کابل (پژواک،٢٢ ورى ٩٧): په کابل کې د اروپايي ټولنې سفير وايي چې د طالبانو له لوري د افغان دولت سولې طرحې ته د نه ځواب ويل د اندېښنې وړ نه دي او په دې برخه کې د دې ډلې د مشرانو مشورې روانې دي.
پير مايادون دغه مطلب په هغې غونډه کې چې نن د "د افغانستان فرهنګ، د سولې فرهنګ" تر نوم لاندې جوړه شوې وه، دولتي چارواکو، په کابل کې د بهرنيو هېوادونو سفيرانو، د سولې عالي شورا استازو، د پوهنتون ځينو استادانو او مدني فعالانو په کې ګډون درلود، په ډاګه کړ.
د اروپايي ټولنې سفير په دې ناسته کې چې د اروپايي ټولنې استازيتوب دفتر له لوري جوړه شوې وه، د افغانستان حکومت د سولې وړانديز شوې طرحې ته په اشاره وويل: "د سولې خبرې اترې پېچلې دي، خو د ملي يووالي حکومت د سولې طرحې په تړاو د طالبانو سکوت، د سولې لپاره هيلې راټوکولې دي."
پير مايادون د دغه مطلب په څرګندولو سره چې د حکومت د سولې طرحه د طالبانو لپاره موکه ده زياته کړه: "دا چې طالبانو تر اوسه دې طرحې ته ځواب نه دى ويلى، اوسه به ډېر ژر وي چې پايله ترلاسه کړو."
ياد ستر اروپايي ډيپلومات وويل: "موږ له طالبانو غواړو چې د حکومت سولې طرحه دې په خورا دقت سره مطالعه کړي او بيا دې په دې اړه پرېکړه وکړي."
مايادون يادونه وکړه، اروپايي ټولنه هڅه کوي چې په افغانستان کې د دايمې سولې او ثبات لپاره د ټولنې بېلابېلو پرګونو تر منځ د تفاهم چوکاټ رامنځته کړي څو د سولې ټينګښت لپاره معقولې لارې وموندل شي.
هغه زياته کړه چې نننۍ ناسته د سولې په اړه د مختلفو پرګنو وړانديزونو راغونډولو لپاره جوړه شوې ده.
د اروپايي ټولنې سفير په وينا، د افغانستان فرهنګ د سولې فرهنګ دى او کېداى شي چې له دغه فرهنګ څخه د سولې خبرو پرمختګ کې ګټه واخيستل شي.
هغه د روان کال په تلې مياشت کې پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنو ترسره کولو ته اشاره وکړه ويې ويل چې د دې ټاکنو مشروعيت او شفافيت اروپايي ټولنې ته ډېر مهم دي او ټاکل شوې چې د دې ټولنې يوه تخصصي ډله له ټاکنو څخه د څارنې لپاره کابل ته راشي.
مايادون زياته کړه: "اروپايي ټولنه به د پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنو لپاره ١٥ ميليونه يورو او د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کولو لپاره ١٥،٥ ميليونه يورو له افغانستان سره مرسته وکړي.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محمد شفيق ګل اغا شېرزي چې په دې ناسته کې ګډون درلود وويل چې د سياسي څېرو، سيمه ييزو مخورو او مدني فعالانو ونډه د سولې په ټينګښت کې خورا اړينه ده.
د هغه په وينا، د افغانستان مهمې ستونزې د جرګې له لارې حل شوې دي، د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت به د جرګې ارزښت ته په پام سره، ډېر ژر يوه ستره غونډه جوړه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن