ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر خوستيانو ته: زه په دولتي ادارو کې کلداره بندوم، تاسو يې ولس کې بنده کړئ

ولسمشر خوستيانو ته: زه په دولتي ادارو کې کلداره بندوم، تاسو يې ولس کې بنده کړئ

author avatar
11 Apr 2018 - 11:57
ولسمشر خوستيانو ته: زه په دولتي ادارو کې کلداره بندوم، تاسو يې ولس کې بنده کړئ
author avatar
11 Apr 2018 - 11:57

کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٧): ولسمشر خوستيانو ته ويلي چې پاکستانۍ کلداره به په دولتي ادارو کې بنده کړي، خو هغوى دې په ولس کې بنده کړي.

ولسمشر دغه څرګندونې پرون خوست ته د خپل سفر په دويمه ورځ د دغه ولایت له ځوانانو، مدني فعالانو او خبریالانو سره په جلا جلا ناستو کې کړې دي.

له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پیل کې څو ځوانانو په خپلو خبرو کې په دولتي ادارو کې د مېرمنو د استخدام، د ځوانانو لپاره د کارموندنې د فرصتونو، د ښوونځیو مسلکي کولو، د خوست د مېرمنو د لاسي صنایعو لپاره د بازارموندنې، په خوست کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دفتر جوړولو، د خوست له تفریحي غونډیو د تفریحي پارکونو د جوړولو، د باچا خان د نړيوال پوهنتون جوړولو، د پولې ها خوا قبایلو لپاره په خوست کې د ښوونځي جوړولو، د غلام خان بندر د فعالولو، د هوایي ډګر لپاره د ترمینل جوړولو او له دغه هوایي ډګره د سیمې د هوايي دهلېز په توګه د کار اخیستنې او په يو شمېر نورو برخو کې د کار کولو غوښتنې وکړې.

ولسمشر غني په دواړو غونډو کې د ځوانانو، خبریالانو او مدني فعالانو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته له هغوی په مننې وویل، دا ډېرې وړې غوښتنې دي او دا مو حق دی چې ورته رسېدنه وشي.

هغه زياته کړه: ((زه د دغو غوښتنو د عملي کولو تر څنګ تاسو او د خوست لپاره  تر دې لویې برنامې لرم.))

ولسمشر غني څرګنده کړه، خوستوال د ډېر څه مستحق دي او دوی د خپل عظیم فرهنګ ښکارندويي وکړه.

نوموړي وويل، د خوست په دولتي ادارو کې باید د ښځو ونډه زیاته شي او لږ تر لږه څلور ریاستونه د شفافې پروسې له لارې وړ ښځو ته ورکول شي او ښځو ته جوړ شوی پارک ښځو چارو ریاست ته انتقال شو.

ولسمشر وايي، د قبایلو لېسې جوړولو لپاره یو میلیون ډالره ورکول شوي او غواړي چې اقتصاد او تجارت غیر سیاسي شي.

هغه زیاته کړه، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دفتر او باچاخان نړیوال پوهنتون چې د ولس غوښتنه ده ، جوړېږي.

ولسمشر ځوانانو ته ډاډ ورکړ، هغه ريیسان چې له څلور کلونو زیات په یوې دنده کې پاتې شوي وي په ځای به یې نوي کسان وګومارل شي.

هغه د کلدارو د بندیدو په اړه وویل: ((زه به کلداره په دولتي ادارو کې بنده کړم او تاسو یې په ولس کې بنده کړئ ، کله چې ستاسو جلغوزي په افغانیو واخیستل شي او دلته په افغانیو پانګونه وشي له دې سره کلداره خپله بندېږي.))

د غونډې يو ګډونوال ولسمشر ته وړانديز وکړ چې په خپله شخصي ١٧ جريبه ځمکه کې لوبغالى جوړوي او غواړي يې د هغه په نوم کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.