پل علم (پژواک، ٢٢ ورى ٩٦): د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب يې د څرخ ولسوالۍ تړل شوي ٣٠ ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستى دي.
شاوخوا ١١ ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په څرخ ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو پر مخ ٣٠ ښوونځي وتړل.
په دې اړه د لوګر د پوهنې رييس عبدالوکیل کلیوال د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړتوب يې په څرخ ولسوالۍ کې تړل شوي ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي.
هغه د څرخ ولسوالۍ له دیني عالمانو، قومي مشرانو او خلکو وغوښتل چې خپل ټول ماشومان ښوونځي ته ولېږي څو له زده کړو محروم نه شي.
دغه راز د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل چې یاد ښوونځي له تېرو ١١ ورځو راهیسې طالبانو د افغان ځواکونو له خوا پر یوه کور د ترسره شوو عملیاتو په غبرګون کې تړلي وو.
عرب زیاته کړه چې په دغو ښوونځيو کې د نجونو او هلکانو ۳۰ ښوونځي شامل وو چې ۱۰ لېسې، ۸ منځني او ۱۲ لومړني ښوونځي دي.
عرب وویل چې په یادو ښوونځیو کې ټول ټال ۱۱۴۳۶ زده کوونکي زده کړې کوي چې له دې ډلې ۲۲۶۲ تنه يې نجوني دي.
د دې موضوع په اړه طالبانو تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
څرخ د پل علم سوېل ته په ٢٨ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې د لوګر له نا امنه سيمو شمېرل کېږي.
د يادونې ده، په لوګر کې دا مهال ٣٠٩ تعليمي مرکزونه دي چې ټول يې فعال دي او زده کوونکي په کې زده کړې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن