ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څرخ ولسوالۍ کې تړل شوي ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شول

څرخ ولسوالۍ کې تړل شوي ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شول

author avatar
11 Apr 2018 - 16:54
څرخ ولسوالۍ کې تړل شوي ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شول
author avatar
11 Apr 2018 - 16:54

پل علم (پژواک، ٢٢ ورى ٩٦): د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب يې د څرخ ولسوالۍ تړل شوي ٣٠ ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستى دي.

شاوخوا ١١ ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په څرخ ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو پر مخ ٣٠ ښوونځي وتړل.

په دې اړه د لوګر د پوهنې رييس عبدالوکیل کلیوال د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړتوب يې په څرخ ولسوالۍ کې تړل شوي ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي.

هغه د څرخ ولسوالۍ له دیني عالمانو، قومي مشرانو او خلکو وغوښتل چې خپل ټول ماشومان ښوونځي ته ولېږي څو له زده کړو محروم نه شي.

دغه راز  د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل چې یاد ښوونځي له تېرو ١١ ورځو راهیسې طالبانو د افغان ځواکونو له خوا پر یوه کور د ترسره شوو عملیاتو په غبرګون کې تړلي وو.

عرب زیاته کړه چې په دغو ښوونځيو کې د نجونو او هلکانو ۳۰ ښوونځي شامل وو  چې ۱۰ لېسې، ۸ منځني او ۱۲ لومړني ښوونځي دي.

عرب وویل چې په یادو ښوونځیو کې ټول ټال ۱۱۴۳۶ زده کوونکي زده کړې کوي چې له دې ډلې ۲۲۶۲ تنه يې نجوني دي.

د دې موضوع په اړه طالبانو تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

څرخ د پل علم سوېل ته په ٢٨ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې د لوګر له نا امنه سيمو شمېرل کېږي.

د يادونې ده، په لوګر کې دا مهال ٣٠٩ تعليمي مرکزونه دي چې ټول يې فعال دي او زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.