زرنج(پژواک، ٢٣ ورى ٩٧): د نيمروز ولايت سلګونو اوسېدونکي په زرنج ښار کې د کرنيزو اوبو د نشتوالي له امله لاريون وکړ.
د نيمروز خلک له څو ورځو راهيسې د خپلې کر کيلې لپاره د اوبو غوښتنه کوي او ټينګار يې دا دى چې د کجکي سيند اوبه دې د يوې اوونۍ لپاره دوى ته ورکړل شي.
د نيمروز سلګونو اوسېدونکو نن يو ځل بيا ددې ستونزې د حل لپاره لايونونه وکړل.
د جمعه خان په نامه يوه لاريون کوونکي وويل چې دوى له ١٣ ورځو راهيسې په بېلابېلو بڼو د حل لارې غوښتنه کړې ده.
هغه وويل:((په پيل کې مو د کرنې او کليو پراختيا رياست کې تحصن وکړ، د هلمند سيند فرعي حوزې رياست دروازه مو وتړله، اوس مو بيا لاريون کړى چې دغه حياتي ستونزه مو حل شي.))
د محمد نعيم په نامه يوه بل لاريون کوونکي وويل چې حکومت هره ورځ دروغجنې وعدې ورکوي چې ستونزه به يې حل شي.
د ګل احمد په نامه يوه بل کس وويل:((په هلمند کې د ترياکو د کښت لپاره اوبه شته دي، خو موږ چې غنم او جوار کرو، اوبه نه لرو.))
له بلې خوا د نيمروز د کرنې او اوبو لګولو رييس محمد اکبر شريفي وايي چې سږنۍ وچکالي ددې لامل شوې چې په ځينو ولايتونو کې اوبه کمې شي.
هغه وويل:((څو ځله يې په حضوري او ټيلېفوني ډول د هلمند له چارواکو سره ددې ستونزې په اړه خبرې کړې او د همکارۍ ژمنې ورکړل شوې دي.))
د نيمروز والي محمد سمېع هم وايي چې د هلمند ټولو چارواکو ورته په پر له پسې اړيکو کې ويلي چې ډېر ژر به په ممکن فرصت کې د هلمند اوبه نيمروز ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د هلمند ولايت چارواکو ويلي وو چې د کجکې سيند اوبه د يوې اوونۍ لپاره نيمروز ته ورکوي، خو د هلمند مدني فعالانو له دې چارې سره مخالفت کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن