ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو درېيو مياشتو کې ٢٢٥٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په تېرو درېيو مياشتو کې ٢٢٥٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
12 Apr 2018 - 16:55
په تېرو درېيو مياشتو کې ٢٢٥٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
12 Apr 2018 - 16:55

کابل (پژواک، ٢٣ ورى ٩٧): د ملګرو ملتونو وروستۍ شمېرې ښیي چې د  ۲۰۱۸ زېږديز کال کې هم په دوامدراه توګه ملکي مرګ ژوبله لوړه ثبت شوې او پر دې يې ژوره اندېښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) له خوا د وري په ٢٣مه د ٢٠١٨ زېږديز کال د لومړيو درېيو مياشتو (جنوري، فبروري، مارچ) پر مهال د ملکي تلفاتو راپور خپور شوى دى.

په راپور کې ملګرو ملتونو یو ځل بیا په جګړه کې پر ښکېلو غاړو غږ کړى چې د ملکیانو د خوندیتوب په موخه خپلې هڅې ډېرې کړي؛ ځکه چې د دوى په وينا، د ۲۰۱۸ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه د ۲۰۱۷ کال همدې مودې ته ورته لوړه پاتې ده.

سرچينې زياته کړې، د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د مارچ تر ۳۱مې پورې یوناما ۲۲۵۸ ملکي تلفات ثبت کړي (۷۶۳ وژل شوي او ۱۴۹۵ ټپیان) چې دا د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کال د لومړیو درېیو میاشتو په څېر د ملکیانو د ورته کچې ثبت شوی زیان منعکسوي.

په راپور کې راغلي، دغه موندنې د یوناما د ۲۰۱۸ کال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په ربع وار درې میاشتني راپور کې په پشپړه توګه بیان شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیالې، انګرید هایدن ویلي: "د جګړې ښکیل اړخونه باید د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د خپل توان تر بریده ټولې هڅې تر سره کړي. ملکي افغانان په دوامداره توګه په جګړو کې ایسارېږي او زیان ګالي، په داسې حال کې چې مخنیوی یې کېدای شي؛ داسې کړنې باید همدا اوس ودرول شي."

يوناما ويلي، پېچلي او ځانمرګي بریدونه چې له وړاندې تعبیه شوي، چاودېدونکي توکي په کې کارول شوي، د ملکي تلفاتو مهم لامل پاتې شوی چې دا په ۲۰۱۸ کال کې نوې بڼه ګڼل کېږي.

په راپور کې راغلي، ځمکنۍ نښتې د ملکي تلفاتو دويم مهم لامل دی چې ورپسې قصدي او هدفي وژنې، له جګړو پاتې شوي چاودېدونکي توکي او هوایي بریدونه یې نور لاملونه دي.

د دې تر څنګ، راپور له اندېښنې سره کاږي چې د حکومت ضد عناصرو ته منسوب شوو ملکي تلفاتو په کچه کې زیاتوالی راغلی.

يوناما ويلي، د ۲۰۱۸ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې حکومت مخالف عناصر د ۱۵۰۰ ملکي تلفاتو لامل شوي (۵۱۱ وژل شوي او ۹۸۹ ټپیان) چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله شپږ سلنه زیاتوالی په ګوته کوي.

بلخوا په راپور کې راغلي، د ۲۰۱۷ کال په دوام، د ۲۰۱۸ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د حکومت مخالف عناصرو ته د منسوب شوو ملکي تلفاتو په کچه کې ۱۳ سلنه ټیټوالی راغلی چې د ۴۰۷ ملکي تلفاتو څخه (۱۷۶ وژل شوي او ۲۳۱ ټپیان) دي.

د یوناما د موندنو له مخې، حکومت پلوه ځواکونه د ۲۰۱۸ کال د لومړیو درېیو میاشتو په ترڅ کې د ټولو ملکي تلفاتو د ۱۸ سلنې لامل شوي (۱۱ سلنه افغان ملي امنیتي ځواکونه، ۲ سلنه نړیوال پوځي ځواکونه، ۴ سلنه نا مشخص حکومت پلوه ځواکونه او یوه سلنه حکومت پلوه وسله والې ډلې)

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.