ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بګرام کې د مقناطيسي ماين چاودنې له امله يو ټانکر سوځېدلى او لسګونه هټۍ زيانمنې شوې

بګرام کې د مقناطيسي ماين چاودنې له امله يو ټانکر سوځېدلى او لسګونه هټۍ زيانمنې شوې

author avatar
12 Apr 2018 - 13:32
بګرام کې د مقناطيسي ماين چاودنې له امله يو ټانکر سوځېدلى او لسګونه هټۍ زيانمنې شوې
author avatar
12 Apr 2018 - 13:32

کابل (پژواک، ٢٣ ورى ٩٧): د پروان ولايت له بګرام هوايي ډګر سره نږدې په يوه ټانکر کې د چسپکي ماين د چاودنې له امله ګڼې هټۍ سوځېدلې دي.

د پروان د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير فرهاد هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد ټانکر تېره شپه شاوخوا اته بجې هغه مهال رامنځته شوه چې يو ټانکر له شماله د کابل خوا ته تېل لېږدول، خو د بګرام هوايي ډګر په درېيمه دروازه کې د مقناطيسي ميان له امله وسوځېده.

هغه وويل چې دغه موټر د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو د قراردادي شرکت اړوند دى.

خو ويل کېږي چې چاودنه ځاني مرګ ژوبله نه لري، خو درانه مالي زيانونه يې اړولي او له امله يې د دهن ميدان په بازار کې ګڼې هټۍ سوځېدلې دي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې دغه اورلګېدنې د دوو ساعتونو لپاره وه او وروسته د کاپيسا ولايت د اطفايې له لوري غلې شوه.

د کاپيسا ولايت مرکز د پروان ولايت د مرکز چاريکار په پرتله د پېښې ځاى ته نږدې دى.

د دهن ميدان اوسېدونکى وايي چې اور لګېدنه په ټانکر کې د ماين چاودنې له امله رامنځته شوې چې له امله يې ټانکر سوځېدلى او لس نورې هټۍ سوځېدلې چې د خوراکي توکو پلورنځي، لباس پلورنځي او پنچر ميني هتۍ په کې شاملې دي.

طالبانو د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي چې دغه ټانکر په بګرام هايي ډګر کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته تېل لېږدول.

ياده پېښه په پروان ولايت کې په ١٣٩٧ کال کې لومړۍ پېښه ګڼل کېږي، خو په تېرو کلونو کې ګڼې دا ډول پېښې رامنځته شوې دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.