ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست پرلت خېمې ته څېرمه چاودنه شوې، خو زيان نه لري

د خوست پرلت خېمې ته څېرمه چاودنه شوې، خو زيان نه لري

author avatar
12 Apr 2018 - 15:26
د خوست پرلت خېمې ته څېرمه چاودنه شوې، خو زيان نه لري
author avatar
12 Apr 2018 - 15:26

خوست ښار (پژواک، ٢٣ ورى ٩٧) : چارواکي وايي چې د خوست د پرلت خېمې ته څېرمه چاودنه شوې ده، خو زيان نه لري.

د خوست سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالحنان ځدراڼ د وري په ٢٣مه،پژواک اژانس ته وويل چې د ماين دا چاودنه نن تر غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو شوې ده.

هغه زياته کړه، دا چاودنه په يوه ګلدان کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله شوې، خو زيان يې نه درلود.

دا خېمه د کوزې پښتونخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ نن سهار درل شوې او ټاکل شوې ده چې په څو شېبو کې يې د پرانيستلو مراسم ترسره شي.

ددې خېمې يو تن مسوول محمد رحيم سکندر پژواک ته وويل چې چاودنه د خېمې په  څو مترۍ کې شوې، خو هېچاته يې زيان نه دى اړولى.

د هغه په وينا، ټول ملګري يې راغلي او په څو شېبو کې به د خېمې د پرانيستلو رسمي مراسم پيل شي.

ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى .

د يادونې ده چې څو ورځې مخکې په کابل کې هم د پرلت خېمې ترڅنګ چاودنه شوې وه چې له امله يې يو تن ووژل شو او تر لسو زيات ټپيان شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.