ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دشت ارچي خلکو حکومت ته ضرب الاجل وټاکه

د دشت ارچي خلکو حکومت ته ضرب الاجل وټاکه

author avatar
12 Apr 2018 - 16:35
د دشت ارچي خلکو حکومت ته ضرب الاجل وټاکه
author avatar
12 Apr 2018 - 16:35

کندوز (پژواک، ٢٣ ورى ٩٧): د کندوز د دشت ارچې ولسوالۍ اوسېدونکو حکومت ته څلور ورځې وخت ورکړ څو په دې ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې عاملين پيدا کړي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

شاوخوا لس ورځې وړاندې افغان هوايي ځواکونو په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر يوې مدرسې هوايي بريد وکړ چې په ترڅ کې یې د ماشومانو په ګډون يو شمېر کسان ووژل شول.

حکومت ويل چې دغه بريد يې پر وسله والو طالبانو کړى خو يو شمېر ملکي کسان هم په کې وژل شوي دي، خو طالبانو بيا ويل چې په دغه بريد کې وژل شوي کسان ټول عام وګړي دي.

خو بل لور ته د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکو د دې پېښې د تعقيبولو په موخه يو شل کسيز کمېسيون جوړ کړى دى.

د دغه کمېسيون غړو نن (د وري ٢٣مه) د کندوز په مرکز کې په دې اړه يوې خبري غونډې ته ويناوې وکړې.

د کمېسيون په استازيتوب فريد احمد کاکړ وويل چې حکومت تر اوسه د دشت ارچي د وروستۍ پېښې په اړه اړين اقدمات نه دي کړي.

کاکړ: ((حکومت بايد دا له موږ سره ومني چې په دې پېښه کې ٦٤ عام وګړي وژل شوي او ١٨٦ نور ټپيان شوي دي.))

ده وويل چې دغه کمېسيون حکومت ته د راتلونکي اوونۍ د دوشنبې تر ورځې پورې وخت ورکوي څو د دې پېښې عاملين پيدا کړي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

هغه وايي: ((که حکومت په دې څلورو ورځو کې دغه کار ونه کړي، موږ به په لويو لاريونونو لاس پورې کړو او که څه پېښ شول، پړه به يې د حکومت پر غاړه وي.))

د دغه کمېسيون بل غړي او د بمبار شوې مدرسې مدير نصرالله اخندزاده هم وويل چې حکومت يواځې څلور ورځې وخت لري څو د دوى غوښتنو ته ځواب ووايي.

ده زياته کړه: ((که غوښتنه مو ونه ومنل شي، په خاصو مدني حرکتونو به لاس پورې کړو.))

يادو کسانو يو پريکړه ليک هم صادر کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.