د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د نيمروز اوسېدونکو د اوبو ستونزې د حل په موخه لاريون وکړ

د نيمروز اوسېدونکو د اوبو ستونزې د حل په موخه لاريون وکړ

Apr 12, 2018 - 17:56

زرنج(پژواک، ٢٣ ورى ٩٧): د نيمروز ولايت سلګونو اوسېدونکي په زرنج ښار کې د کرنيزو اوبو د نشتوالي له امله لاريون وکړ.

د نيمروز خلک له څو ورځو راهيسې د خپلې کر کيلې لپاره د اوبو  غوښتنه کوي او ټينګار يې دا دى چې د کجکي سيند اوبه دې د يوې اوونۍ لپاره دوى ته ورکړل شي.

د نيمروز سلګونو اوسېدونکو نن يو ځل بيا ددې ستونزې د حل لپاره لايونونه وکړل.

 د جمعه خان په نامه يوه لاريون کوونکي وويل چې دوى له ١٣ ورځو راهيسې په بېلابېلو بڼو د حل لارې غوښتنه کړې ده.

هغه وويل:((په پيل کې مو د کرنې او کليو پراختيا رياست کې تحصن وکړ، د هلمند سيند فرعي حوزې رياست دروازه مو وتړله، اوس مو بيا لاريون کړى چې دغه حياتي ستونزه مو حل شي.))

د محمد نعيم په نامه يوه بل لاريون کوونکي وويل چې حکومت هره ورځ دروغجنې وعدې ورکوي چې ستونزه به يې حل شي.

د ګل احمد په نامه يوه بل کس وويل:((په هلمند کې د ترياکو د کښت لپاره اوبه شته دي، خو موږ چې غنم او جوار کرو، اوبه نه لرو.))

 له بلې خوا د نيمروز د کرنې او اوبو لګولو رييس محمد اکبر شريفي وايي چې سږنۍ وچکالي ددې لامل شوې چې په ځينو ولايتونو کې اوبه کمې شي.

هغه وويل:((څو ځله يې په حضوري او ټيلېفوني ډول د هلمند له چارواکو سره ددې ستونزې په اړه خبرې کړې او د همکارۍ ژمنې ورکړل شوې دي.))

د نيمروز والي محمد سمېع هم وايي چې د هلمند ټولو چارواکو ورته په پر له پسې اړيکو کې ويلي چې ډېر ژر به په ممکن فرصت کې د هلمند اوبه نيمروز ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د هلمند ولايت چارواکو ويلي وو چې د کجکې سيند اوبه د يوې اوونۍ لپاره نيمروز ته ورکوي، خو د هلمند مدني فعالانو له دې چارې سره مخالفت کړى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement