ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د غزني د خواجه عمري ولسوال وژلى او ولسوالۍ يې سوځولې ده

طالبانو د غزني د خواجه عمري ولسوال وژلى او ولسوالۍ يې سوځولې ده

author avatar
12 Apr 2018 - 08:36
طالبانو د غزني د خواجه عمري ولسوال وژلى او ولسوالۍ يې سوځولې ده
author avatar
12 Apr 2018 - 08:36

غزني ښار (پژواک، ٢٣ ورى ٩٧): د غزني ولايت د خواجه عمري ولسوالۍ ولسوال او د ملي امنيت مدير د وسله و الو طالبانو په يوه ډله ييز بريد کې وژل شوي دي.

بلخوا ولايتي شورا وايي چې دغه ولسوالۍ د طالبانو له خوا نيول شوې هم ده، خو امنيه قوماندان يې سقوط ردوي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه دوه بجې وسله والو طالبانو د خواجه عمري ولسوالۍ پر ودانۍ او ګڼ شمېر کليدي پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې د ولسوال په ګډون اووه امنيتي سرتېري وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

امنيه قوماندان وايي، کله چې له مرکز څخه مرستندوی ځواکونه ولسوالۍ ته ولېږل شول؛ نو په لاره کې پر هغوى هم بريدونه وشول او څو ساعته جګړې دوام وکړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې نښتو کې ٢٧ وسله وال طالبان وژل شوي چې جسدونه يې هم په سيمه کې پاتې دي.

محمد زمان وويل چې په دې جګړه کې د ولسوالۍ يو برخه سوځېدلې ده، خو د ولسوالۍ د سقوط خبره يې رد کړه.

بلخوا د ولايتي شورا غړى نصيراحمد فقيري وايي چې د تېرې شپې په بريدونو کې ولسوال شمس الرحمن، د ملي امنيت مدير او زيات شمېر پوليس وژل شوي دي.

د هغه په وينا، ولسوالۍ ځکه سقوط وکړ چې تر ناوخته پورې ورته مرسته ونه رسېده، خو کله چې مرستندوی ځواکونه ناوخته ولېږل شول، پر هغوى هم بريد وشو.

فقيري وايي، وسله والو طالبانو د ولسوالۍ ټولې برخې سوځولې او سهار ترې بېرته تللي، خو ټولې وسلې، مهمات او وسايط يې له ځان سره وړي دي.

يوې بلې سرچينې ويلي چې په دې پېښه کې د ولسوال، امنيه قوماندان او د ملي امنيت د مدير په ګډون ١٥ سرتېري وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو هم د دې ولسوالۍ د سقوط او د ولسوال په ګډون د ګڼ شمېر پوليسو او افسرانو د وژلو خبر ورکړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.