ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په بلخ کې د مخابراتي شبکو دوه انتنونه سوځولي

طالبانو په بلخ کې د مخابراتي شبکو دوه انتنونه سوځولي

author avatar
12 Apr 2018 - 14:18
طالبانو په بلخ کې د مخابراتي شبکو دوه انتنونه سوځولي
author avatar
12 Apr 2018 - 14:18

مزارشريف (پژواک، ٢٣ ورى ٩٧): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په بلخ ولايت کې د مخابراتي شبکو دوه انتنونه سوځولي چې له امله يې زرګونه کسان له دې اسانتيا محروم شوي دي.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ ولسوال عبدالمتين خواجه زاده د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په مرکزي چمتال کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو د مخابراتي شبکو دوه انتنونه په بشپړه توګه سوځولي چې له امله يې د دې ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکي له دې اسانتيا بې برخې شوي دي.

خو نوموړي دا ونه ويل چې دغه انتنونه په کومې شبکې پورې تړاو لري.

ولسوال وايي چې وسله والو طالبانو له دې مخکې مخابراتي شبکو ته خبردارى ورکړى و چې د شپې له خوا دې فعاليت نه کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.