ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې د مدرسو راجستر کولو پلان جوړ شوى

پکتیا کې د مدرسو راجستر کولو پلان جوړ شوى

author avatar
12 Apr 2018 - 16:21
پکتیا کې د مدرسو راجستر کولو پلان جوړ شوى
author avatar
12 Apr 2018 - 16:21

ګردېز (پژواک، ٢٣ ورى ٩٧): د پکتيا ولايتي مسوولين وايي چې د ديني زده کړو لپاره د مدرسو او مجهزو مرکزونو جوړولو په لړ کې به هغه مدرسې له پوهنې رياست سره ثبت شي چې د دې ادارې له چوکاټه د باندې فعاليت کوي.

دوی دا خبرې د ګردېز اړوند په مهلن سيمه کې د يوې ديني مدرسې د ودانۍ د چارو د پيل پر مهال وکړې او ويې ويل، هڅه کوي هغو مدرسو، دارالعلومو او داراالحفاظونو ته ودانۍ جوړې کړي چې تر اوسه ودانۍ نه لري.

د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې دولت ديني زده کړو ته د عصري زده کړو په څېر پام کوي او له خلکو غواړي چې پر خپلو اولادونو د پاکستان پر ځای په هېواد کې دننه ديني زده کړې وکړي.

کټوازي پژواک ته وويل، يو ځانګړی ټېم يې ګومارلی چې ولسواليو ته سفرونه وکړي، له مدرسينو سره د ديني مرکزونو د رسمي کولو په اړه خبرې وکړي او دولتي امکانات ورسره شريک کړي.

نوموړی وايي چې د دغه ټېم له کار وروسته به په مدرسو کې دولتي نصاب تدريسېږي.

ده زياته کړه: ((له دولت سره چې څه امکانات دي هغه به په اختيار کې ورکول کېږي. دولتي نصاب به تدريسېږي، که کوم بل ديني کتاب طالب العلمانو ته تدريسېږي هم، ممناعت يې نه کوو، خو نصاب به دولتي وي. ديني مراکزو ته هم د ښوونځيو په څېر پام کوو. سختدريځي له هر ځايه خپرېدی شي، يوازې مدرسه يې ځای نده، خو موږ يې له هر ځايه د مخنيوي هڅه کوو.))

دغه راز د پکتيا د پوهنې رييس کوچی ځاځی وايي چې ياده مدرسه د اړوند وزارت د پراختيايي بوديجې په دوولس ميليونه افغانۍ د خلکو له خوا په وقف شوې څلور جريبه ځمکه کې د يو کال په اوږدو کې جوړېږي.

ځاځي پژواک ته وويل چې په دې مدرسه کې به پر يو وخت له زرو زيات زده کوونکي زده کړې کوي او هڅه يې دا ده چې د مرکز او ولسواليو له ټولو ديني مدارسو سره خپل امکانات شریک کړي.

دی وايي: ((موږ درې ډوله مدارس لرو، يو هغه دي چې له دولت سره راجستر او رسمي دي، بل هغه چې راجستر دي، خو رسمي نه دي او بل هغه دي چې له دولت سره نه راجستر دي او نه رسميت لري. اوسمهال اکثره ديني مراکز راجستر نه دي، خو د دې لپاره مو کار شروع کړی دی.))

د يادونې ده، اوسمهال په پکتيا کې ١٦ ديني مدرسې، دارالعلوم او دارالحفاظونه شته چې د درې زره نجونو په ګډون نهه زره زده کوونکي ديني زده کړې په کې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.