اسعداباد (پژواک، ٢٣ ورى ٩٧): چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې څلور داعشیان د خپل ماين چاودنې وژلي دي.
په دغه ولايت کې د ملي اردو د دویمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال ميرويس ساپي د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د چپې درې ولسوالۍ د ديګل په کلي کې داعش وسله وال د يوه بم په جوړولو بوخت وو چې پرې چاودېدلى دى.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې څلور داعشيان وژل شوي چې يو په کې د مسافر په نامه سرګروپ هم شامل و.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په کونړ ولايت کې د داعش ډلې فعاليتونه زيات شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن