ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وزيرستاني کډوال: د پاکستان د حکومت په خوښه شمالي وزيرستان ته نه ستنېږو

وزيرستاني کډوال: د پاکستان د حکومت په خوښه شمالي وزيرستان ته نه ستنېږو

author avatar
13 Apr 2018 - 10:39
وزيرستاني کډوال: د پاکستان د حکومت په خوښه شمالي وزيرستان ته نه ستنېږو
author avatar
13 Apr 2018 - 10:39

خوست ښار(پژواک، ۲۴ ورى ۹۷):په خوست کې مېشت وزيرستاني کډوال وايي چې د پاکستان د حکومت له لوري د ورکړل شوې نېټې سره سم خپل وطن ته نه ستنېږي.

د ځينو رسنيو د راپورونو له مخې، د شمالي وزيرستان ځينو حکومتي چارواکو ويلي چې په راتلونکو څو ورځو کې به له خوست څخه د وزيرستاني کډوالو د ستنېدو درېيمه لړۍ پيل کړي.

دغو سرچينو زياته کړې چې په دې لړۍ کې به ۱۷۰۰ کورنۍ د اپرېل مياشتې تر پايه شمالي وزيرستان ته ستنې شي، خو په خوست کې مېشت وزيرستاني کډوال د پاکستاني چارواکو له يادې خبرې سره مخالفت لري.

په خوست کې د يادو کډوالو د شورا مشر ډاکټر حيات محسود پژواک اژانس ته وويل، د دوی د خپلمنځي پرېکړې پر بنسټ نه غواړي د پاکستان د حکومت په خوښه شمالي وزيرستان ته ستانه شي.

نوموړي وويل، تر هغو چې پاکستان د دوی د ستنېدو پرمهال د مهاجرو نړيوال اصول مراعات نه کړي او دوی ته د ړنګو شوو کورونو او مارکېټونو زيان ورنه کړي، تر هغو نه ستنېږي.

محسود زياته کړه: ((که پاکستان د يو ان اچ سي ار قوانين مني او موږ ته خپل حقوق راکوي، بيا ځو که نه له هغه پرته چې زموږ حقوق تر پښو لاندې کېږي، موږ تللو ته تيار نه يو.))

د دې ولايت د ګربزو ولسوالۍپه ګلان کمپ کې مېشت وزيري کډوال حاکمين پژواک اژانس ته وويل چې که اوس خپل وطن ته ستانه هم شي، د دوی لپاره ګټه نه لري.

نوموړي وويل، هغه کډوال چې تر اوسه ستانه شوي دي، هغوی ټول په بنو کې په يوه کمپ کې د پاکستان د حکومت تر نظر لاندې د اسيرانو په توګه ساتل کېږي او خپلو سيمو ته نه دي پرېښودل شوي.

حاکمين وويل: ((زموږ کورونه، مارکېټونه او نور هر څه مو له لاسه ورکړي دي. اوس موږ نه غواړو چې له تاوان راکولو پرته بېرته خپل وطن ته لاړ شو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.