ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نيمروز کې له يوه ٢٠کلن ځوانه سر پرې شوى

په نيمروز کې له يوه ٢٠کلن ځوانه سر پرې شوى

author avatar
13 Apr 2018 - 14:28
په نيمروز کې له يوه ٢٠کلن ځوانه سر پرې شوى
author avatar
13 Apr 2018 - 14:28

زرنج (پژواک، ۲۴ ورى ۹۷): د نيمروز ولايت يوه امنيتي سرچينه وايي، يوځوان چې له خپلو درې ملګرو سره د تفريح په موخه تللى و، د هغوى له لوري په بې رحمۍ سره وژل شوى . 

 د نيمروز يادې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه د نيمروز مرکز زرنج ښار ته څېرمه رامنځته شوې ده .

ياد امنيتي کس زياته کړه: (( وژل شوي ځوان ٢٠کاله عمر درلود او تېره شپه اووه بجې د خپلو درې ملګرو له خوا د تفريح په پلمه له ښاره بهر بيول شوى و.))

د سرچينې په خبره چې پوليسو تېره شپه اته بجې په داسې حال کې د زرنج ګمرک په ساحه کې ددغه ځوان جسد پيدا کړ چې سر يې ترې پرې شوى و.

 سرچينه وايي چې لا تراوسه ددغه قتل انګيزه روښانه نه ده، خو پوليسو يې په تور درې ملګري نيولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.