ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې دوه تاجکستاني وګړي نیول شوي

تخار کې دوه تاجکستاني وګړي نیول شوي

author avatar
13 Apr 2018 - 09:37
تخار کې دوه تاجکستاني وګړي نیول شوي
author avatar
13 Apr 2018 - 09:37

تالقان (پژواک، ٢٤ورى ٩٧): د تخار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په ینګي کلا ولسوالۍ کې دوه تاجکستاني وګړي نیول شوي دي.

د تخار امنیه قوماندانۍ له لوري د وري په ٢٤مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو نن ددغه ولایت په ینګي کلا ولسوالۍ کې دوه تاجکستاني وګړي نیولي دي.

د ینکي کلا امنیه قوماندان څارمن عبدالقدوس په وینا، یاد تاجکستاني وګړي سفرعلي او شاه رخ نومېږي چې په دغه ولسوالۍ کې يې د ډاکټرانو په توګه، نا قانونه فعالیت کاوه.

قوماندان وايي چې دوی د افغانستان د  عامې روغتیا وزارت د کار او فعالیت جواز نه لري. 

دی زياتوي، لا معلوم نه ده چې نیول شوي تاجکستاني وګړي په رښتیا ډاکټران دي او کنه، خو په خبره یې چې په دې اړه د پولیسو پلټنې پیل شوې دي.

که څه هم له دغو تاجکستاني وګړو سره تراوسه د ډاکټرانو په توکه د عامې روغتیا وزارت جواز نه ليدل کيږي، خو له پاسپورټونو یې داسې ښکاري چې افغانستان ته په قانوني توګه راغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.