ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ايران کې دوه افغان کارګر مړه شول

په ايران کې دوه افغان کارګر مړه شول

author avatar
13 Apr 2018 - 10:56
په ايران کې دوه افغان کارګر مړه شول
author avatar
13 Apr 2018 - 10:56

کابل (پژواک، ۲۴ورى۹۷): دوه افغان کارګر د کار پرمهال د ايران په تهران ښار کې مړه شول .

دغه دوه افغان کارګر د هغې زړې ودانۍ پر نړولو بوخت و چې ټاکل شوې پرځاى يې له سره نوې ودانۍ جوړه شي. 

د تهران د اطفايې ادارې ويلي چې دوى د سيمې د خلکو له لارې له دغې پېښې خبر شول او   وتوانېدل چې د يوې دستګاه او دېوال ترمنځ بندو دغو دوه افغانانو ته نجات ورکړي ، خو هغوى د زياتې خونريزۍ له امله ساه ورکړه .   

ويل کيږي چې ددغو افغانانو عمرونه د ١٧او ١٩کلونو ترمنځ دي، خو د نور هويت په اړه يې څه نه دي ويل شوي .

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په ايران کې له دوه ميليون څخه زيات افغان کډوال ژوند کوي چې نږدې يونيم ميليون يې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري . 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.