ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشد خان: محنت او پر ځان باور مو روښانه راتلونکی په برخه کوي

راشد خان: محنت او پر ځان باور مو روښانه راتلونکی په برخه کوي

author avatar
14 Apr 2018 - 11:49
راشد خان: محنت او پر ځان باور مو روښانه راتلونکی په برخه کوي
author avatar
14 Apr 2018 - 11:49

کابل (پژواک، ٢٥ ورى ٩٧): د کرکټ ملي لوبغاړى راشد خان ځوانانو ته ويلي، که سختې هلې ځلې وکړي او پر خپلو وړتياوو باوري وي، نو روښانه راتلونکى به يې انتظار کوي.

هغه چې د هندوستان تجارتي سياليو ای پي اېل کې د دويم کال لپاره د سن رايزرز حيدراباد لوبـډله کې لوبېږي، دغه څرګندونې يې په يوه تازه مرکه کې کړې چې د يادې لوبـډلې په ټويټرپاڼه کې خپره شوې ده.

راشد خان ويلي چې کرکټ يې له خپلو وروڼو سره په کور، کوڅه او کلي کې پيل کړى و او اوس یې هم هغه وختونه ډېر يادېږي.

ده زياته کړې چې په لومړي سر کې يې د کورنۍ ملاتړ نه درلود، په پټه يې لوبې کولې، خو کله چې یې د افغانستان کورنيو سياليو کې په رسمي توګه لوبه پيل کړه؛ نو کورنۍ يې خبره کړه او هغوى يې هم ملاتړ وکړ.

هغه ويلي: “کورنۍ مې راته ويل چې د کرکټ پر ځاى زده کړو ته ډېره پاملرنه وکړه، تر لسم ټولګي مې زده کړې وکړې، خو کله چې ملي لوبډلې ته راغلم، زده کړې راڅخه پاتې شوې.”

راشد خان زياته کړې، د کرکټ په پيل کې ځينې ستونزې وې، خو اوس يې د کرکټ سفر ښه روان دى او خوند ترې اخلي.

دى وايي: “زه پر دې وياړم چې د کرکټ لوبغاړى يم.”

د هغه په وينا، اوس په افغانستان، هندوستان او ټوله نړۍ کې مينه وال لري او ملاتړ يې کېږي، د دوى مينه او ملاتړ ورته انرژي ورکوي.

د کرکت ملي لوبغاړى راشد خان اوس د کرکټ شل اووريزو سياليو په نړيواله درجه بندۍ کې لومړى مقام لري او تېر کال چې د لومړي ځل لپاره د حيدراباد په لوبډله کې ولوبېد، نو ١٧ لوبغاړي يې وسوځول او د کرکټ څارونکي او مينه وال يې ګوته په غاښ کړ.

نوموړى زياتوي: “تېر کال مې په حيدراباد کې ښه ډېر ملاتړ وشو او هغوى ډېره مينه راکړه، زه غواړم چې تر اوږودې مودې له همدې لوبډلې سره پاتې شم.”

هغه په ای پي اېل کې د لومړي ځل ګډون په اړه وايي، کله چې د لسګونو زرو نندارچيانو پر وړاندې او د نړۍ له سترو لوبغاړو سره ميدان ته ښکته شو، نو تر ډېر فشار لاندې و او په لومړۍ لوبه کې چې لوبډلمشر ورته د اوور کولو په اړه وويل، نو يو بل ډول احساس يې کاوه.

راشد وايي: “خو کله چې مې لومړى ويکټه واخيسته، نو فشار راڅخه لرې شو او نور مال حالت ته را وګرځېدم.”

هغه ځوانانو ته په خپل پيغام کې ويلي چې سخت محنت او هڅې وکړي، پر خپلو وړتياوو باور ولري نو ښه راتلونکى به يې لاره وڅاري.

راشد خان د افغانستان د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکى دى، هغه د ١٩٩٨ زېږديز کال د سپټمبر په ٢٠مه زېږيدلى او نږدې ١٩ کلن دى.

هغه لومړى د کوچيانو په لوبډله کې لوبېده او وروسته یې بيا د هېواد د ١٩ کلنو لوبډلې ته لاره پيدا کړه او له تېرو دوو کلونو راهيسې په ملي لوبډله کې لوبېږي.

دغه راز راشد خان د حيدر اباد تر څنګ د بنګله دېش، ويسټ انډيز، اسټراليا او پاکستان په ليګونو کې هم لوبېدلى او د انګلستان ليګ له خوا هم ورسره قرارداد شوى دى.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.