ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د شوکاڼو ډبرو پروسس په عصري بڼه پیل شو

ننګرهار کې د شوکاڼو ډبرو پروسس په عصري بڼه پیل شو

author avatar
14 Apr 2018 - 16:17
ننګرهار کې د شوکاڼو ډبرو پروسس په عصري بڼه پیل شو
author avatar
14 Apr 2018 - 16:17

جلال اباد (پژواک، ۲۵ وری ۹۷): د ننګرهار ولايت د شوکاڼو ټولنه وايي، په دغه ولايت کې د شوکاڼو د نيمه پروسس يوې فابريکې د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره په عصري ډول د شوکاڼو نيمه پروسس لړۍ پيل کړه.

دوی وايي، د يو شمېر نوو ماشين الاتو په نصبولو يې د شوکاڼو د پروسس په چارو کې چټکتيا او اسانتيا هم رامنځته کړه او هم يې کارونه په عصري بڼه کړل.

د دې اتحاديې د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د شوکاڼو د نيمه پروسس ۲۴ فابريکې شته چې يوازې يوه يې دغه د نيمه پروسس عصري ماشين الات لري.

د نبي افغان د کانونو د استخراج او پروسس شرکت چې په خپله فابريکه کې يې دغه نوي ماشين الات نصب کړي، وايي موخه يې د هېواد د شوکاڼو د نيمه پروسس د معيار لوړول او په نړيوال سټنډرډ برابرول دي.

د ياد شرکت مشر نبي الرحمن خاکسار له پژواک سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې دغه کار يې د هېواد اقتصاد لوړېدو او کارونو د سټنډرډ کېدو لپاره کړی دی.

د يادې فابريکې يو انجنير يما يوسفزی وايي، د دغو وسايلو په نصبولو اوس په دې فابريکه کې شوکاڼي د نيمه پروسس پر مهال هم مينځل کېږي، هم يې د ښه کيفيت او خراب کيفيت لرونکي شوکاڼي بېلګي او هم يې کارونه تر پخوا چټک او اسانه شوي دي.

د دې فابريکې يو فني کارګر هجرت الله خوښ دی چې ورته په خپل هېواد کې د خپلو معدنونو په برخه کې کار پيدا شوی دی؛ خو له دولته غوښتنه کوي چې د دې ډول فابريکو په ملاتړ دې په هېواد کې د بې روزګارۍ مخه ونيسي.

د ننګرهار د شوکاڼو اتحاديې مطبوعاتي مسوول محفوظ الحق کاکړ هم وايي، دغه لومړی ځل دی چې د ټول هېواد په کچه د شوکاڼو د نيمه پروسس عصري بڼې فابريکه فعالېږي.

هغه پژواک ته وويل، په ټول ننګرهار کې د شوکاڼو د نيمه پروسس ۲۴ فابريکې فعالې دي چې له کان کيندنې نيولې تر نورو ټولو چارو شاوخوا ۱۵زره کسانو ته په کې کاري زمينې برابرې شوې دي.

کاکړ وايي چې له شوکاڼي تر ١٠٠ په زياتو توکو کې کار اخيستل کېږي، د پي وي سي توکو، د ودانيزو رنګونو، ارايشي توکو او درملو کې هم ترې ګټه اخيستل کېږي.

د نوموړي په وينا، اوس په هېواد کې تر نيمه پروسس وروسته دا کاڼي له همدې ځايه نورو هېوادونو ته صادرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله وړاندې د ننګرهار ولايت شوکاڼي له پروسس پرته پاکستان ته لېږدول کېدې او بيا له هغه ځايه د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته وړل کېدې، خو د ولسمشر په امر دوه کاله وړاندې دلته د نيمه پروسس ګڼې فابريکې جوړې شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.