فيروزکوه (پژواک،۲۵وری۹۷): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په غور کې ۹۰۰ کډوالو کورنيو ته د لمريزې برېښنا د توليد او زېرمه کولو وسايل ورکړي دي.
د غور د کډوالو او راستنېدونکو چارو مشر عبدالرووف غفوري نن د يادو شويو وسايلو د وېشلو پرمهال وويل چې دغه امکانات د دغه ولايت د کډوالو ښارګوټي استوګنو کورنيو ته برابر شوي دي.
د نوموړي په وينا، دغه وسايل چې د ۸۰واټه برېښنا د توليد وړتيا لري، اووه ساعته برېښنا زېرمه کوي.
نوموړي زياته کړه چې دغه وسايل د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پراختيايي بوديجې څخه د ۱۴.۹ميليون افغانيو په ارزښت برابر شوي دي.
نوموړي دغه راز وويل چې دغه ښارګوټی روغتيايي خدمتونه، د څښاک اوبه او واټونه نه لري.
د ياد شوي ښارګوټي اوسېدونکو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د خپلو کورونو د رڼا کېدو امکاناتو برابرېدو څخه هرکلی وکړ او له نورو ادارو څخه يې وغوښتل چې د دوی نورې ستونزې حل کړي.
د غور کډوالو ښارګوټي اوسېدونکو لپاره د سولر برېښنا په داسې حال کې ورکول کېږي چې د دغه ولايت خلک تر اوسه په هرو ۲۴ساعتونو کې يواځې ۳ساعته د ډيزلي جنراتور برېښنا کاروي چې هر کيلوواټ يې په ۶۰ افغانۍ تمامېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن