هرات (پژواک، ٢٥ ورى ٩٧): د هرات د امنيې قوماندانۍ سرچينې وايي چې دوه پوليس سرتېري او څلور ملکي وګړي چې د دغه ولايت په چشت شريف ولسوالۍ کې طالبانو نیولي وو، د دوو طالبانو له وژلو وروسته د هغوی له بنده تښتېدلي دي.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو پرون مازديګر دوه پوليس د هرات د چشت ولسوالۍ له څلورو اوسېدونکو سره برمته کړي دي.
هغه زياته کړه چې طالبانو دغه کسان له يوه ځايه بل ته لېږدول چې دوو پوليسو ورباندې بريد وکړ، دوه طالبان يې ووژل او له څلورو ملکي وګړو سره د طالبانو له بنده خوشي شول.
هغه زياته کړه چې دوو پوليس سرتېرو د طالبانو دوه کلاشينکوفونه هم له ځان سره راوړي دي.
د هرات د پوليسو وياند زياته کړه چې طالبانو غوښتل دوى محاکمه کړي.
د ولي زاده په خبره، په دې پېښه کې ملکي وګړو او خپله پوليس سرتېرو ته زيان نه دى رسېدلى.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن