ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل د شهر صفا ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

د زابل د شهر صفا ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

author avatar
14 Apr 2018 - 13:01
د زابل د شهر صفا ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو
author avatar
14 Apr 2018 - 13:01

کلات، کندهار (پژواک، ٢٥ ورى ٩٧) : د زابل ولايت د شهر صفا ولسوالۍ امنيه قوماندان د وسله والو طالبانو په يوه چريکي بريد کې ووژل شو.

د شهر صفا ولسوال عبدالصمد دراني د وري په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن غرمه مهال د کندهار ښار په نهمه حوزه کې  رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې امنيه قوماندان ګل احمد ګرانى د کندهار اوسېدونکى و او کور ته په رخصتى تللى و.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي د يادې پېښې دتاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې د شهر صفا ولسوالۍ امنيه قوماندان د نهمې حوزې اړونده دجادې په سيمه کې اوسېدلو او نن غرمه چې له کوره وتلى و نو د وسله والو لخوا پرې بريد شوى  دى.

هغه وايي، چې په دې بريد کې امنيه قوماندان پخپله ووژل شو او يو ساتونکى يې ټپي شوى دى.

د عزيزي په وينا، بريدګر تښتيدلي ، خو پوليس يې د نيولو په موخه پلټنې پيل کړې دي.

تر اوسه ددې بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.