د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

شنونکي: په دوو میاشتو کې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه ناشونې ده

شنونکي: په دوو میاشتو کې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه ناشونې ده

Apr 14, 2018 - 15:50

کابل (پژواک، ٢٥ ورى ٩٧): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان او عام خلک د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسې د پيل هرکلى کوي، خو د وخت او امکانات پر کموالي نيوکه کوي او وايي چې ډېر خلک به له دې پروسې بې برخې پاتې شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا د وري په ٢٥مه په پلازمېنه کابل او د هېواد په ټولو لويو ښارونو کې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې لړۍ پيل شوه.

ټاکل شوې ده چې دغه پروسه دوه مياشتې وخت ونیسي.

خو د سياسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد ډاکتر فيض محمد ځلاند وايي چې دواړه پروسې تخنيکي ستونزې لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د دې پروسې لپاره دوه مياشتې ډېر کم وخت دی او پروسه به له ستونزو ډکه وي.

نوموړى وايي چې په هېواد کې جګړې روانې دي، امنيت خراب دى نو په داسې حالاتو کې به لس میلیونه خلک څنګه وکولای شي په دوو مياشتو کې تذکرې واخلي او نږدې ٢٠ ميليونه رايه ورکوونکي نوم ليکنه وکړي.

ډاکتر ځلاند وايي، دا له سره د تېرولو په معنا ده او له دغه کار سره به يو ځل بيا د ولس پر رايو ملنډې ووهل شي.

هغه له کمېسيونه وغوښتل چې نه يواځې موده يې زياته کړي، بلکې امکانات هم ورته برابر کړي.

د سياسي چارو بل کارپوه قريب الرحمن شهاب هم وايي چې دوه مياشتې وخت کم دی او وېره څرګندوي چې ډېر خلک به له دې پروسې پاتې شي.

نوموړی چې نن په خپله په کابل کې د نوم ليکنې يوه مرکز ته تللى و، وايي چې د کابل نفوس ته په کتو سره دوه مياشتې وخت ډېر کم دى.

د هغه په وينا، که د کابل په هره مرکز کې د ورځې دوه زره کسان نوم ليکنه وکړي، بيا هم په دوو مياشتو کې نه پوره کېـږي.

شهاب دغه راز وويل چې د ښځو په مرکزونو کې هم ستونزې ډېرې دي او ډېرې يې پر دې پروسې نه پوهېږي.

 

د کندهار ولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالقیوم د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د پروسې د پیلېدو په اړه وايي، مهمه دا ده چې خلک په دې ملي پروسه کې ونډه واخلي او د عامه پوهاوي لپاره یې ډېر کار وشي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، تر ټولو ډېر باید د مېرمنو د ونډې ډېرولو هڅه وشي، څو هم نوم لیکنه وکړي او هم رایه وکاروي.

نوموړي دغه ځل د تذکرې له مخې د نوم لیکنې پروسه ګټوره ګڼي او وايي، په تېر کې خلکو د ځانګړو کارتونو له مخې رایې کارولې چې ځینو به څو کارتونه اخیستل او په درغلۍ به یې څو رایې کارولې.

خو د ده په خبره، دغه ځل به خلک د تذکرې له مخې نوم لیکنه کوي او په هماغه مرکز کې به خپله رایه کاروي چې نوم لیکنه یې کړې ده.

د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکي بسم الله پژواک اژانس ته وویل، دا ډېر ښه ګام دی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه ځل د راتلونکو ټاکنو لپاره د تذکرې له مخې د نوم لیکنې لړۍ پيل کړې ده.

خو هغه وايي چې دا موده ډېره کمه ده، او کېداى شي ډېر خلک له دې پروسې پاتې شي.

د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی او قومي مشر ملکو خان د دې ولسوالۍ خراب امنيتي وضعيت ته په کتو وايي چې له شپږو کليو پرته په نورو سيمو کې نه نوم ليکنه او نه هم ټاکنې کېدلی شي.

هغه پژواک ته وويل، که حصارک ولسوالۍ ته هوايي اکمالات وشي؛ نو شونې ده چې د ولسوالۍ تر څنګ په ځينو کليو کې ياده پروسه مخې ته ولاړه شي او که نه نو نورو ساحو کې امکان نه ليدل کېږي.

د نورستان یو اوسېدونکی او قومي مشر امان الله عنايت وايي چې د دغه ولايت امنيتي وضعيت ته په کتو او د تېرو ټاکنو په نظر کې نيولو به هېڅوک زړه ښه نه کړي چې د ټاکنو او نوم ليکنې پروسه کې برخه واخلي.

دی وايي، لومړی بايد د امنيت ټینګښت لپاره کار شوی وای، خلکو ته ډاډ ورکړل شوی وای او وروسته دې د نوم ليکنې پروسه پيل کړې وای.

د لغمان ولايت يو اوسېدونکى ملک محبوب شاه هم امنيتي اندېښنې پر ځای بولي او وايي، که حکومت د ولس همکاري خپله کړي، شونې ده چې هم به د نوم ليکنې پروسه ترسره شي او هم به ټاکنې وشي.

د بلخ ولايت د مزارشريف ښار اوسېدونکي د رايې ورکولو لپاره د نوم لیکنې پروسې پيل ته خوښ دي خو تر څنګ یې په ټاکنو کې د درغليو پر مخنيوي هم ټينګار کوي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي سيد عنايت الله پژواک ته وويل چې د رايې ورکولو لپاره د نوم ثبتېدو پروسې پيل به پر دې خلک ډاډه کړي چې ټاکنې ترسره کېږي.

خو نوموړي اندېښنه وښوده چې لا هم وېره دا ده چې ايا راتلونکې ټاکنې به د تېرو هغو په څېر له درغليو ډکې وي، که نه؟

د هغه په وينا، په اوسنيو امکاناتو او کمې مودې سره فکر نه کوي ټول خلک په دې پروسه کې ګډون وکړي.

د هرات ښار يوه اوسېدونکي مرجان توانبخش له پژواک سره په خبرو کې له دې پروسې ملاتړ وښود خو پر روڼوالي يې ټينګار وکړ.

هغه له خلکو وغوښتل چې کانديدانو ته په رايه ورکولو کې له ډېر دقت څخه کار واخلي.

د باميان ولايت اوسېدونکې او مدني فعاله خديجه سفري بيا وايي چې په تېرو ټاکنو د درغليو له امله خلک پر ټاکنو بې باوري شوي دي.

خو هغې زياته کړه، حکومت بايد داسې اقدامات وکړي چې د خلکو باور بيا را ژوندى شي او په پراخه توګه په ټاکنو کې ونډه واخلي.

د هلمند د ښځو چارو ریيسې جميلې نیازۍ د ټاکنو د نوم ليکنې او نورو پروسو لپاره پر عامه پوهاوي ټينګار کوي او وايي چې که امنيت ښه و، د دغه ولايت ډېرې ښځې به په کې برخه واخلي.

د هلمند يو مدني فعال عبدالحمید وايي چې دوى د نوم ليکنې له پروسې سره ستونزه نه لري، خو ټاکل شوی وخت ډېر کم دی، په دومره وخت کې ټول خلک نه شي کولی نوم ليکنه وکړي او يا هم نوې تذکرې واخلي.

بلخوا د ننګرهار ولايت مسوولين او خلک وايي چې په درېيو ولسواليو کې د ټاکنو د نوم ليکنې پروسې پر وړاندې امنيتي خنډونه موجود دي

په دغه ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر ذبیح الله وګړي اندېښنه وښوده چې د دغه ولايت په درېيو ولسواليو حصارک، شېرزادو او هسکه مېنه کې د ټاکنو د نوم ليکنې د پروسې پر وړاندې امنيتي ننګونې موجود دي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ډاډ ورکړ، په کومو ولسوالیو کې چې امنیتي تهدیدونه شتون لري، د هغو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي او ياده پروسه به د امنیت په فضا کې ترسره شي.

ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري د دیني عالمانو، قومي مخور او رسنیو له استازو غوښتنه وکړه چې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې پروسې د ښه ترسره کېدو په موخه عامه پوهاوي لپاره کار وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan