ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: په دوو میاشتو کې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه ناشونې ده

شنونکي: په دوو میاشتو کې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه ناشونې ده

author avatar
14 Apr 2018 - 15:50
شنونکي: په دوو میاشتو کې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه ناشونې ده
author avatar
14 Apr 2018 - 15:50

کابل (پژواک، ٢٥ ورى ٩٧): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان او عام خلک د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسې د پيل هرکلى کوي، خو د وخت او امکانات پر کموالي نيوکه کوي او وايي چې ډېر خلک به له دې پروسې بې برخې پاتې شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا د وري په ٢٥مه په پلازمېنه کابل او د هېواد په ټولو لويو ښارونو کې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې لړۍ پيل شوه.

ټاکل شوې ده چې دغه پروسه دوه مياشتې وخت ونیسي.

خو د سياسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد ډاکتر فيض محمد ځلاند وايي چې دواړه پروسې تخنيکي ستونزې لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د دې پروسې لپاره دوه مياشتې ډېر کم وخت دی او پروسه به له ستونزو ډکه وي.

نوموړى وايي چې په هېواد کې جګړې روانې دي، امنيت خراب دى نو په داسې حالاتو کې به لس میلیونه خلک څنګه وکولای شي په دوو مياشتو کې تذکرې واخلي او نږدې ٢٠ ميليونه رايه ورکوونکي نوم ليکنه وکړي.

ډاکتر ځلاند وايي، دا له سره د تېرولو په معنا ده او له دغه کار سره به يو ځل بيا د ولس پر رايو ملنډې ووهل شي.

هغه له کمېسيونه وغوښتل چې نه يواځې موده يې زياته کړي، بلکې امکانات هم ورته برابر کړي.

د سياسي چارو بل کارپوه قريب الرحمن شهاب هم وايي چې دوه مياشتې وخت کم دی او وېره څرګندوي چې ډېر خلک به له دې پروسې پاتې شي.

نوموړی چې نن په خپله په کابل کې د نوم ليکنې يوه مرکز ته تللى و، وايي چې د کابل نفوس ته په کتو سره دوه مياشتې وخت ډېر کم دى.

د هغه په وينا، که د کابل په هره مرکز کې د ورځې دوه زره کسان نوم ليکنه وکړي، بيا هم په دوو مياشتو کې نه پوره کېـږي.

شهاب دغه راز وويل چې د ښځو په مرکزونو کې هم ستونزې ډېرې دي او ډېرې يې پر دې پروسې نه پوهېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.