د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" طالبانو زموږ پر۳۰زره هکتاره ځمکې د کښت مخه نيولې"

" طالبانو زموږ پر۳۰زره هکتاره ځمکې د کښت مخه نيولې"

Apr 14, 2018 - 16:44

سرپل (پژواک، ۲۵ وری ۹۷): د سرپل ولايت د سانچارک ولسوالۍ د “مسجد سبز” کلي ځيني اوسېدونکي ادعا کوي چې طالبانو د دوی پر ۳۰زره هکتاره ځمکې د کښت مخه نيولې او له همدې امله يې سيمه پرېيښې ده.

د ياد کلي اوسېدونکي وايي چې په دې سيمه کې نږدې دوه زره کورنۍ ژوند کوي او يو شمېر يې له څلورو کلونو را په دېخوا د دولت د مخالفينو پر وړاندې وسلې پورته کړې دي.

هغوی ادعا کوي چې وسله وال طالبان د “مسجد سبز” پر شاوخوا کليو واکمن دي او د “مسجد سبز” اوسېدونکو ته چې ډېری يې بزرګران دي، اجازه نه ورکول کېږي چې خپلې ځمکې يې وکري.

د دط سيمې يوه اوسېدونکي ثمرالدين وويل، هغه کسان چې خپلو ځمکو ته ځي، طالبان يې په نښه کوي او څه وخت وړاندې يې په لږ ور هاخوا سيمه کې يو شپون وواژه.

هغه زياته کړه: "د حکومت لپاره مو قرباني ورکړه او وجنګېدو، خو اوس خپلې ځمکې نه شو کرلای، حکومت هېر کړي يو، که وضعيت همداسې دوام وکړي، د “مسجد سبز” خلک به له قحطۍ سره مخ شي او د سيمې پرېښودو ته به اړ شي."

سرچينه وايي چې د يادې سيمې خلکو څه وخت مخکې يوه پوسته درلوده او د طالبانو پر وړاندې جنګېدل، خو د طالبانو له خوا ونيول شوه او د دې سيمې ۱۲ کسان په کې ووژل شول.

هغه له حکومته وغوښتل چې د “مسجد سبز” کلي د خلکو ستونزې دې له پامه نه غورځوي او د حل لپاره دې اقدام وکړي.

د يادې سيمې يوه بل اوسېدونکي جاويد وويل چې د “مسجد سبز” کلي اوسېدونکي خپل عايد د کرنې له لارې ترلاسه کوي او که کښت ونه کړي، وږي پاتې کېږي.

هغه وويل: "له حکومته غواړم چې د دغو خلکو لپاره دې د روانې ستونزې حل لار پيدا کړي."

د سرپل د ولايتي شورا غړي اسدالله خرم چې نوموړی هم د “مسجد سبز” سيمې اوسېدونکی دی، د سيمې د اوسېدونکو ستونزې تاييد کړې او خبر داری يې ورکړ چې که حکومت دې ستونزې حل ته پام نه کړي، خلک به د قحطۍ او لوږې له امله د سيمې پرېښودو ته اړ شي.

نوموړي دغه راز زياته کړه چې دې ستونزې ته د نه پاملرنې په صورت کې به د سيمې خلک کډه وکړي او په سانچارک کې به د حکومت دفاعي کرښه د طالبانو په ګټه ماته شي.

د “مسجد سبز” سيمې اوسېدونکي وايي چې خپلې ستونزې يې څو څو ځلې له ځايي حکومت سره شريکې کړې دي او د مرستې غوښتنه يې کړې، خو حکومت د دوی د غوښتنو پر وړاندې چوپ پاتې دی او هېڅ عملي اقدام يې نه دی کړی.

د سرپل د والي مرستيال عبدالملک عظيمي د “مسجد سبز” کلي ستونزې تاييد کړې او ويې وويل چې د دغه کلي اوسېدونکي د حکومت ملاتړي دي او له حکومت څخه د ملاتړ له امله، له کلونو له په دېخوا د طالبانو پر وړاندې جنګېږي.

د نوموړي په وينا، ځايي حکومت هڅه کوي چې وسله والو طالبانو د ځپلو له لارې، د “مسجد سبز” کلي په امنيت کې ښه والی راولي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر هم ترلاسه کړي، خو تر اوسه يې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement