کابل (پژواک، ٢٥ ورى ٩٧): ولسمشر په ټاکنو کې پر روڼتيا د ټينګار تر څنګ په دې پروسه کې د دولت د وسله والو مخالفينو په ګډون د ټولو خلکو د ګډون غوښتنه وکړه او ویې ويل چې په ټاکنو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو او همدارنګه په امنيتي برخه او د ټاکنو په اداره کې د نوماندانو لاسوهنه د منلو وړ نه ده.
په راتلونکو ټاکنو کې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه نن د هېواد د ولايتونو په مرکزونو کې پيل شوه.
ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې به د روان کال د تلې په ٢٨مه او د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو به راتلونکى کال ترسره شي.
ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې پروسې په پيل کې وويل: ((دا ورځ په نېک فال نيسو، د ټاکنو خپلواک کمېسيون له غړو مننه کوو چې د ټاکنو قانون او اساسي قانون د فرمايشونو د عملي کولو لاره کې يې ستر ګام واخيست.))
د هغه په خبره، نن د دغه پروګرام له پيل سره بايد ټولو ته روښانه شي چې حکومت د ټاکنو ترسره کولو لپاره هم نيت لري، هم اراده او ژمنه.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ځينو ويل چې حکومت د ټاکنو ترسره کولو اراده نه لري.
هغه په ټينګار سره وويل چې د امنيتي او دفاعي قواوو له لوري په ټاکنيزو چارو کې لاسوهنه د منلو وړ نه ده.
ولسمشر د ملي شورا له غړو وغوښتل، څو خپلې کړنې د قضائيه او اجرائيه قوو په څېر له خلکو سره شريکې کړي.
نوموړي له نوماندانو وغوښتل چې د ټاکنو قانون په کره توګه ولولي او ټينګار يې وکړ چې په امنيتي چارو او د ټاکنو په اداره کې د هېڅ کوم نوماند لاسوهنه د منلو وړ نه ده.
هغه د ټاکنو د نوم ليکنې په پروسه او ټاکنوکې د خلکو د ګډون غوښتنه وکړه او د ټاکنو پر روڼتيا يې د ټينګار تر څنګ له ټولو خلکو وغوښتل چې په دې ملي پروسه کې ګډون وکړي.
هغه وويل چې تر اوسه پورې يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له هېڅ کوم غړي سره په جلا ډول ليدنه نه ده کړې، خو په ټوليز ډول يې د حکومت د اجرائیه مشر او نورو نړيوالو شريکانو په ګډون کې ورسره ليدلي او د مهمو مسايلو په اړه يې ورسره خبرې اترې کړې دي.
هغه زياته کړه چې د کمېسيون له غړو سره يې جلا ليدنې ځکه نه دي کړې چې د کمېسيون استقلاليت ته درناوى لري او له نورو چارواکو هم غواړي چې د کمېسيون خپلواکي دې په پام کې ونيسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن