ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: تر اوسه نه یو توانېدلي د کابل برېښنا پرې شوي مزي وتړو

مسوولین: تر اوسه نه یو توانېدلي د کابل برېښنا پرې شوي مزي وتړو

author avatar
14 Apr 2018 - 17:58
مسوولین: تر اوسه نه یو توانېدلي د کابل برېښنا پرې شوي مزي وتړو
author avatar
14 Apr 2018 - 17:58

تعقيبي- پلخمري (پژواک، ٢٥ ورى ٩٧): د بغلان د برېښنا رياست چارواکي وايي چې د امنيتي ستونزو له امله نه شي کولاى پر کابل د پرې شوې برېښنا مزي په اسانۍ سره بېرته وصل کړي.

وسله والو طالبانو تېره شپه د بغلان د دوشي ولسوالۍ په دهن لرخاب سيمه کې له ازبکستانه کابل ته د وارداتي برېښنا پايه پر بمونو الوځولې ده.

د بغلان د برېښنا شرکت ريیس سلطان محمد عزیزي د وري په ۲۵مه پژواک خبري  اژانس ته وویل چې له سهاره دوی هڅه کوي څو يادې سيمې ته ځان ورسوي خو د امنيتي ستونزو له امله تر اوسه نه دي ور رسېدلي.

هغه زياته کړه: ((طالبان د لوړو غرونو په سر ناست دي، نو زموږ ټېم نه شي کولاى چې په اسانۍ سره ځان ورسوي او د برېښنا مزي بېرته وصل کړي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو مزو د پرې کېدو له امله ٣٠٠ مېګاواټه برېښنا پر کابل پرې شوې ده.

خو بل لور ته د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع وايي چې په دهن لرخاب سيمه کې يې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي: ((موږ عمليات شروع کړي، کوښښ کوو چې هر څه ژر د برېښنا شرکت تخنيکي ټېم سيمې ته ورسوو څو مزي بېرته وصل کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې په تېره يوه مياشت کې دا درېيم ځل دى چې وسله وال طالبان د بغلان په مربوطاتو کې پر کابل د برېښنا مزي پرې کوي.

د یادونې ده، طالبانو د کب په  ۴مه رسنیو ته په استول شوي لیک ګواښ کړی و، که برېښنا شرکت د بغلان  ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدین   او دهنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکو ته برېښنا  ورنه کړي نو د کابل د برېښنا مزي به پرې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.