ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پروسې د پیل هرکلی وکړ

ولسي جرګې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پروسې د پیل هرکلی وکړ

author avatar
14 Apr 2018 - 16:19
ولسي جرګې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پروسې د پیل هرکلی وکړ
author avatar
14 Apr 2018 - 16:19

 

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۹۷): د ولسي جرګې يو شمېر غړو د رايې کور کوونکو د نوم ليکنې پروسې د پيلېدو د هرکلي تر څنګ له حکومته وغوښتل چې د تذکرو د وېش بهير دې چټک کړي، څو خلک له نوم ليکنې بې برخې نه شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ چې د رايې ورکونې هغه کارتونه چې په تېرو کلونو کې خلکو ته وېشل شوي، باور نه لري او د راتلونکو ټاکنو د رايې ور کوونکو نوي نوملړ به د اوسنيو کاغذي تذکرو له مخې برابر شي.

له همدې امله او د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو د تقويم له مخې چې ټاکل شوې ده د روان کال د تلې په ۲۸مه ترسره شي، نن د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د رايې ور کوونکو نوم ليکنه پيل شوه او په درېيو پړاوونو کې به عملي شي.

د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې لومړی پړاو د وري له ۲۵مې د غوايي تر ۲۲مې د ولايتونو په مرکزونو، دويم پړاو د غوايي له ۲۵مې د غبرګولي تر ۷مې په ولسواليو کې او درېيم پړاو د غبرګولي له ۷مې څخه تر ۲۲مې پورې په کليو کې عملي کېږي.

د ولسي جرګې ځينو غړو د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې بهير له پيله هرکلی کړی دی.

په ولسي جرګه کې د فارياب د خلکو استازي بشيراحمد ته ينج د رايې ور کوونکو نوم ليکنه د افغانانو لپاره مهم او يو ښه کار وباله او ويې ويل چې د دې پروسې برياليتوب د خلکو پر ګډون پورې اړه لري.

هغه زياته کړه: "اوس توپ د ولس په ميدان کې دی او بايد خلک د دې پروسې په اړه بې تفاوته ونه اوسي."

هغه د جرګې له غړو وغوښتل چې خلک دې وهڅوي څو په دې پروسه کې ګډون وکړي او د خپلې راتلونکې برخليک وټاکي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي خليل احمد شهيد زاده د يادې پروسې د بهير له پيلېدو د هرکلي تر څنګ له خکومت وغوښتل چې د تذکرو د وېش بهير دې هم چټک کړي چې څوک له نوم ليکنې بې برخې نه شي.

د نوموړي په وينا، د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير له پيلېدو مخکې بايد ټولو پر شرايطو برابرو کسانو ته د تابعيت تذکرې ورکول شوې وای او ورپسې د نوم ليکنې پروسه پيل شوې وای.

هغه زياته کړه چې اوسمهال په ولسواليو او کليو کې ډېری پر شرايطو برابر کسان د تابعيت تذکرې نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.