ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نیمروز کې د ۴۰ جوړو ډله ييز واده وشو

په نیمروز کې د ۴۰ جوړو ډله ييز واده وشو

author avatar
14 Apr 2018 - 14:34
په نیمروز کې د ۴۰ جوړو ډله ييز واده وشو
author avatar
14 Apr 2018 - 14:34

زرنج (پژواک، ۲۵ وری ۹۷): د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې د دوو خيريه بنسټونو په مرسته د۴۰ جوړو ډله ييز واده مراسم ترسره شول.

د واده په دغو مراسمو کې چې د زرنج ښار د يوه هوټل په تالار کې ترسره شول، د نيمروز والي، يو شمېر ځايي چارواکو او د دغو جوړو خپلوانو ګډون درلود.

فقير احمد چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړی و، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې د ودونو دغه مراسم د حبيب يار او انار دره خيريه بنستونو په مرسته ترسره شول.

نوموړي زياته کړه چې په دغو مراسمو کې، پر ۳۰۰ مېلمنو سربېره چې زوج د ۶۰ کسانو ګډون حق درلود، هغوی ته د ۱۰۰زره افغانيو په ارزښت نغدې پيسې او جهيز ورکړل شوی او پر يادو مراسمو ټولې سل زره امريکايي ډالر لګېدلي دي.

د نيمروز والي انجنير محمد سميع وويل چې د ودونو ډله ييزو مراسمو ترسره کول، ښه او نېک کار دی او زياته يې کړه چې د اسلامي اصولو او ارزښتونو له مخې، بايد د اصراف او ډېرو لګښتونو مخه ونيول شي.

د نيمروز ولايت د استيناف محکمو مشر هم د يادو مراسمو ترسره کېدو ستاينه وکړه او هغه يې يو ښه کار او اسلامي عمل وباله، د ودونو په اړه د نافذه نوو قوانينو په اړه يې معلومات ورکړل او د ډېرو لګښتونو د مخنيوي په اړه يې ارزښتمن وبلل.

د نيمروز د ولايتي شورا غړي حاجي مسعود حکيمي د خپلو خبرو پر مهال له نورو ملي سوداګرو هم وغوښتل چې په دغه کار کې ونډه واخلي.

د يادونې ده، په نيمروز کې دغه درېيم ځل دی چې د ودونو ډله ييز مراسم ترسره کېږي.

د زلمي په نوم يو کس چې نن يې د واده مراسم ترسره شول، پژواک ته وويل، دوه کاله کېږي چې کوژده يې کړې او د واده پيسې يې نه درلودلې.

نوموړي د حبيب له خيريه بنسټ څخه د مننې تر څنګ، له نورو ملي سوداګرو وغوښتل چې په دې برخه کې دې له ځوانانو سره مرسته وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.