کندهار (پژواک ٢٥ ورى ٩٧): په کندهار کي د يو ميليون ډالرو په لګښت د احمد شاهي لوبغالي د مصنوعي چمن د جوړېدو چارې پيل شوې.
د دې ولايت له مقام څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې موخه، نن د هېواد د اولمپيک او فوټبال فدراسيون عمومي رئيسانو کندهار ته سفر وکړ او دلته يې د کندهار د والي زلمي ويسا په ګډون له څو تنو چارواکو سره وکتل.
سرچينه کاږي، د ليدني پر مهال په کندهار ښار او ولسواليو کې ځوانانو ته د سپورټ په برخه کې د امکانانو پر چمتووالي، راتلونکو پلانونو او ستونزو د حل په موخه مفصلې خبرې وشوې.
سرچينه زياتوي، وروسته راغلي پلاوي د ولایتي مسوولينو په ملتيا د احمدشاهي لوبغالي د مصنوعي چمن د پروژې چارې چې د يو ميليون ډالرو په لګښت په درېيو مياشتو کي بشپړيږي، پرانيستلې.
د پرانيستې پر مهال د کندهار والی زلمی ویسا وویل، چې په کندهار کي د کرکټ ميدان تر پرانیستې وروسته به د فوټبال په برخه کې د ياد لوبغالي جوړول د سپورټ په برخه کې لويه لاسته راوړنه وي.
د ده په خبره، په کمو امکاناتو سره يې د سپورټ په برخه کې ستر ګامونه اخیستي او هڅې کوي، ترڅو کندهاري ځوانانو ته د سپورټ او تعليم په برخه کې ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.
د فوټبال فدراسيون عمومي رئيس ډګرجنرال څارنوال کرام الدين کریم په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې د احمدشاهي لوبغالي په شمول به ۲۰۰ زره ډالره نور امکانات هم کندهار فوټبال فدراسيون ته ورکوي، ترڅو دلته د سپورټ لپاره یو بل میدان هم جوړ کړل شي.
د هېواد د بدني روزني رئيس حفيظ الله ولي رحيمي بيا وويل، چې د کندهار د ځوانانو، ماشومانو او سپورټ د مينه والو لپاره به سهولتونه برابر کړي.
په غونډه کې د کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل راغلو مسوولينو ته ډاډ ورکړ، چې د کندهار ښار په څلورو اطرافو کې به داسې ساحي په نښه کړي، چي د سپورټ مینه والو ته په کې لازمې اسانتياوې برابرې شي.
د ده په وينا، دا مهال يې په حميدي مېنه کې ۲۰ جریبه ځمکه د سپورټ لپاره وقف کړې ده، ترڅو اړوند ادارې په ک ې د سپورټ په برخه کې پانګونه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن