ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رباني او دوستم د هېواد پر راتلونکو پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو خبرې کړي

رباني او دوستم د هېواد پر راتلونکو پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو خبرې کړي

author avatar
14 Apr 2018 - 18:19
رباني او دوستم د هېواد پر راتلونکو پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو خبرې کړي
author avatar
14 Apr 2018 - 18:19

کابل (پژواک، ٢٥ ورى ٩٧) : د جمعيت اسلامي ګوند مشر او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د ولسمشر له لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم سره د هېواد پر سياسي حالاتو خبرې کړې دي.

عبدالرشيد دوستم له تېرو څو مياشتو راهيسې، وروسته له هغه چې نوموړى د ايشچي په قضيه کې لويې څارنوالۍ ته معرفي شوى، د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د جلاوطنۍ شپې سبا کوي.

د بهرنيو چارو وزير او د جمعيت اسلامي ګوند مشر صلاح الدين رباني د وري په ٢٥مه، په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي، چې تېره شپه يې په انقره کې له دوستم سره تفصيلي خبرې کړې دي.

هغه زياته کړه، په دې ليدنه کې يې د هېواد پر وروستيو سياسي او امنيتي حالاتو، په ځانګړې توګه د شمال پر  امنيت خبرې او بحثونه وکړل.

رباني دغه راز ويلي چې په دې ليدنه کې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسمشريزو ټاکنو کې د افغانستان د ژغورنې ايتلاف د دريځ په اړه يې هم خبرې کړې دي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني او عبدالرشيد دوستم تر څو مياشتو وروسته د څو دقيقو لپاره ټيليفوني خبرې کړې وې.

يوې سرچينې پژواک اژانس ته ويلي و، چې دا اړيکه د دوستم په غوښتنه شوې وه.

ويل کېږي چې په دې وروستيو کې د ارګ او دوستم ترمنځ اړيکې بېرته رغول شوي او تېره مياشت چې ولسمشر ازبکستان ته سفر کړى و، نو د عبدالرشيد دوستم زوى او د جنبش ګوند مشر باتور دوستم هم ورسره ملتيا کوله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.