ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان ځواکونو درې پاکستاني سرتېري وژلي او څلور نور يې نيولي دي

افغان ځواکونو درې پاکستاني سرتېري وژلي او څلور نور يې نيولي دي

author avatar
15 Apr 2018 - 13:30
افغان ځواکونو درې پاکستاني سرتېري وژلي او څلور نور يې نيولي دي
author avatar
15 Apr 2018 - 13:30

اسعداباد- خوست (پژواک، ٢٦ ورى ٩٧): د خوست چارواکي وايي چې له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او څلور نور ژوندي نيول شوي دي.

د خوست ولايت سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالحنان ځدراڼ د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار اته بجې پاکستاني ځواکونو د ځاځي ميدان ولسوالۍ په درېيو نقطو کې پر پوستو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه چې پاکستاني ځواکونو د لنډو غرو، نازو غر او خاونه غونډۍ پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل چې د افغان ځواکونو له ځوابي بريدونو سره مخ شول.

ځدراڼ وايي چې په دغو بريدونو کې يو ملکي وګړى وژل شوى او درې نور ژوبل دي.

بلخوا د خوست د والي وياند طالب منګل وايي چې د دې نښتې پر مهال درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او څلور يې ژوندي نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، د وژل شوو پاکستاني سرتېرو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.

د پاکستان لوري تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د کونړ ولايت مسوولين وايي چې پاکستاني ځواکونو يو ځل بيا پر دغه ولايت ١٨٣ توغندي توغولي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند فريدالله دهقان پژواک ته وويل چې دا توغندي له پرون سهار راهيسې پر دانګام، شلطن او مرورې ولسواليو لګېدلي چې له امله يې يوه نجلۍ ټپي شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.