باميان (پژواک،۲۶وری۹۷): د باميانو چارواکي وايي چې وچکالۍ په دغه ولايت کې لږ تر لږه ۵۰زره کورنۍ زيانمنې کړي او نړيواله ټولنه بايد په دې برخه کې همکاري وکړي.
د باميانو والي محمد طاهر زهير نن په خبري غونډه کې وويل چې د بېړنيو حالاتو کمېټې د معلوماتو له مخې، وچکالۍ د دغه ولايت په ۱۵۶۰ کليو کې له ۵۰زره ډېرې کورنۍ زيانمنې کړي او مرستې ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه چې د باميانو له ۵۰ سلنې ډېر خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او سږنۍ وچکالي ښايي په دغه ولايت کې بېوزلي زياته کړي او ډېر شمېر کورنۍ به په ډله ييزه توګه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي.
د باميانو والي دغه راز وويل چې له بده مرغه د باميانو له پېښو سره د مبارزې ملي کمېټه د خوړو هېڅ ډول زېرمه په واک کې نه لري او همدا اوس ډېر شمېر بېوزله کورنۍ مرستې ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه چې د لومړيو ارزونو له مخې، سږ کال د وچکالۍ له امله زيانمن شوي کسان لس زره مټريک ټنه غلو او خوراکي توکو ته اړتيا لري چې دغه ضرورت بايد د حکومت او نړيوالو موسسو له خوا تامين شي، له دې پرته به خلک له سختو ستونزو سره مخامخ شي.
زهير وويل چې باميان پر درېيو کټګوريو وېشل شوی چې د سختې وچکالۍ سيمې، متوسطې وچکالۍ او کمې وچکالۍ سيمې دي او زياته يې کړه چې سيغان، پنجاب او روس ولسوالۍ د سختې و چکالۍ، د باميانو مرکز، شيبر او يکاولنګ ولسوالۍ د متوسطې وچکالۍ او کهمرد او حصه دوم يکاولنګ ولسوالۍ هغه ولسوالۍ دې چې وچکالي په کې کمه ده.
د سيغان ولسوال محمد عمر بياني په دې ناسته کې وويل چې دغه ولسوالي له سختې وچکالۍ سره مخامخ ده او خلک همدا اوس د څښاک اوبه له څو کيلومټره لرې واټن څخه راوړي.
نوموړي زياته کړه: "په ټول ژمي کې په سيغان ولسوالۍ کې ان يو ځل هم واوره يا باران نه دی ورېدلی، يواځې د وري په ۲۵مه کم باران شوی دی."
د باميانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ادارې مشر عبدالوهاب محمد هم پژواک ته د وچکالۍ له امله د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې د دغه ولايت د کرنې رياست خپله سروې پيل کړې او تر يوې مياشتو پورې به د هغو ځمکو د اندازې په اړه د سروې پايلې اعلان کړي چې د وچکالۍ له امله نه دي کرل شوي.
نوموړي وويل چې د دغه ولايت ۵۰سلنه څاروي د وښو او څرځايونو د نه شتون له امله زيانمن شوي او ټاکل شوې ده چې د کرنې رياست په دې برخه کې پلانونه جوړ کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن