کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٧) : د ميدان وردګو يو شمېر اوسېدونکو ددغه ولايت د امنيه قوماندان پر ضد لاريون وکړ، خو امنيه قومانداني دغه لاريون د شخصي ګټو لپاره بولي.
د لاريون کوونکو يو تن مشر ډاکټر ضياء الدين کمال د وري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې لاريون کې ددې ولايت سلګونو اوسېدونکو برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه، چې دا سوله ييز لاريون د سهار په نهو بجو په ميدانښار کې پيل او د غرمې تر دوولسو بجو يې دوام درلود.
د نوموړي په وينا، د لاريون له امله د کابل – کندهار لويه لاره هم د درېيو ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.
کمال ادعا وکړه، چې ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فهيم قايم په نا امنيو او فساد کې لاس لري او که حکومت د هغه د لرې کولو په اړه ددوى غوښتنه ونه مني؛ نو دوى به خپلو لاريونونو ته ادامه ورکړي او لويه لاره به د اوږدې مودې لپاره وتړي.
ده وويل، چې دوى شخصي غوښتنې نه لري، له نظام، حکومت او ملي ځواکونو کلک ملاتړ کوي.
د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب احمد اميني بيا د لاريون کوونکو او د ډاکتر کمال ادعا ردوي او زياتوي، چې د شخصي ګټو لپاره راټول شوي وو.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دامنيت ملي ځواکونو د امنيه قوماندانۍ د معلوماتو په اساس يو تن چې له وسله والو مخالفينو، ترهګرو او د کابل ځينو بريدونو کې يې لاس درلود، نيولى او بندي کړى دى.
اميني وايي، چې دغه خلک د نوموړي تن د نيولو په غبرګون او د هغه د خوشې کولو لپاره لاريون کړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن