پلخمري (پژواک ٢٦ ورى ٩٧): د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا په بمونو الوځول شوې برېښنا پايې پرې شوي مزي بېرته وصل شول.
په بغلان کې د برېښنا شرکت رئیس سلطان احمد عزیزی د مازيګر په شپږو بجو پژواک خبري اژانس ته وویل: ((نن له غرمې وروسته وتوانېدل چې کارکوونکي یې د چپه شوې برېښنا قطع شويو مزو د بېرته وصل کار پیل کړي.))
ده زياته کړه، کابل ته یې د چپه شوې برېښنا پايې یواځې یو سرکټ مزي په ٥:٤٠ بجو وصل کړل، چې ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا یې کابل ته ولېږدوله او د یوه بل سرکټ مزي د نښلولو لپاره کارکوونکي پر کار بوخت دي چې تر سبا ورځې به ټول مزي ونښلول شي.
د هغه په وينا، د چپه شوې ستنې د غورځېدو له امله په خوا کې يې بله د برېښنا پايه هم اغېزمنه شوې او امکان شته چې هغه هم چپه شي، خو اوسمهال یې د برېښنا مزي په موقت ډول تړلي او د پايې د درېدو لپاره ډېر کار ته اړتیا شته چې په راتلونکو څو ورځو کې به تر سره شي.
نن مخکې له غرمې پژواک ته ویل شوي وو چې د برېښنا شرکت د دوشي ولسوالۍ د یو شمېر مخورو قومي مشرانو په منځګړیتوب له طالبانو سره خبرې شوي او دې پرېکړې ته رسېدلي چې برېښنا شرکت کارکوونکو ته به په هغه صورت کې د کار کولو اجازه ورکړل شي چې د دوشي ولسوالۍ کلیو ته د برېښنا رسونې ژمنه وشي.
د قومي مشرانو له لوري طالبانو ته د دغه پیغام تر رسولو وروسته، برېښنا شرکت د انجنیري ډله د افغان ځواکونو له موجودیت پرته سیمې ته لاړل او پر کابل د پرې شوې برېښنا مزي يې پرته له کومې امنیتي ګواښنې وصل کړل.
له تېرې یوې ورځې راهیسې پر چپه کړل شوې برېښنا پايې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې نښتې وشوې چې بالاخره د قومي مشرانو پر منځګړیتوب یې د بیارغولو او برېښنا نښلولو چارې پیل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره يوه مياشت کې دا درېيم ځل دى چې وسله وال طالبان د بغلان په مربوطاتو کې پر کابل د برېښنا مزي پرې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن