ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان پولیس: د ناامنه سيمو د ټاکنیزو مرکزونو امنیت نه شو خوندي کولای

د بغلان پولیس: د ناامنه سيمو د ټاکنیزو مرکزونو امنیت نه شو خوندي کولای

author avatar
15 Apr 2018 - 19:44
د بغلان پولیس: د ناامنه سيمو د ټاکنیزو مرکزونو امنیت نه شو خوندي کولای
author avatar
15 Apr 2018 - 19:44

پلخمري (پژواک ٢٦ ورى ٩٧): د بغلان ولایت امنیتي مسوولین وايي، د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د ټولو ټاکنیزو مرکزونو په پوره توګه د امنیت خوندیتوب ضمانت نه کوي؛ د ځینو یې امنیت نه شي ساتلای او ان ځینو ته یې د امنیت ساتلو په موخه پولیس هم نه شي ګومارلی.

د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع د وري په ۲۶مه پلخمري ښار کې د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم ثبتونې مرکز څخه د لیدنې پر مهال وویل: ((د بغلان امنیتي حالت هومره نه دی خراب چې موږ به د ولایت مرکز او یا هم د ولسوالیو په مرکزونو کې ټاکنې تر سره نه شو کړای، خو په یو شمېر ناامنه سیمو کې د ټاکنو پر وړاندې امنیتي ګواښ شته.))

ده زياته کړه، د بغلان مرکز پلخمري ته څېرمه ډنډغوري، شهاب الدین او دهنه غوري ولسوالۍ هغه سیمې دي چې که د ټاکنو خپلواک کمیسیون په کې د ټاکنو مرکزونه هم ولري، پولیس نه شي کولی د یادو سیمو امنیت خوندي کړي او نه هم په دغو سیمو کې د ټاکنو تر سره کولو لپاره څه په لاس کې لري.

په بغلان کې د ټاکنو کمیسیون د ولایتي دفتر مسوول عبدالملک حنیفي وویل: ((په راتلونکو ټاکنو کې د رایې ورکولو لپاره د نوم ثبتونې پروسه یواځې د بغلان مرکز پلخمري کې پیل شوې، وروسته به ولسوالیو او بیا کلیو ته وغځول شي.))

د هغه په وينا، د بغلان ولایت په ټولو ټاکنیزو مرکزونو کې به د نوم ثبتونې مرکزونه پرانېزي، ترڅو ټول خلک په ټاکنو کې برخه واخلي.

بلخوا د بغلان ولایت د ولایتي شورا وکیل شمس الحق بارکزي د رایې ورکولو لپاره د نوم ثبتولو بهير په اړه پژواک ته وویل: ((زه په ټاکنو کې د نوې پروسې له روڼتیا خوښ یم، ممکن په راتلونکو ټاکنو کې هیڅ درغلي ونه شي، خو خپه په دې یم چې په راتلونکو ټاکنو کې به ډېری خلک برخه وانخلي.))

دى زياتوي: "زه د بغلان ولایت د لرې پرتې سیمې څخه یم او زما د سیمې خلک تذکرې نه لري، دا چې څوک تذکره ونه لري، هغه رایه نه شي ورکولی، نو ویلای شم چې د کليو او بانډو خلک به د خپل خوښې نوماند په ټاکنه کې بیا هم پاتې راشي."

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د تذکرې نه لرونکو لپاره هم داسې لارې پیدا کړي، ترڅو ټول خلک په ټاکنو کې برخه واخلي او هر افغان د خپلې خوښې نوماند په ټاکنه کې برخه ولري.

د بغلان د مرکز پلخمري ښار د بي بي حوا لېسې مدیرې لیلما عظیمي پژواک ته وویل: ((په پلخمري کې د رایې ورکوونکو نوم ثبتولو مرکزونو ته ښځې راځي، خو لا یې پیل دی، باید ټولې هغه مېرمنې چې د رایې ورکولو قانوني عمر یې پوره کړی وي، نوم ثبت کړي.))

هغې زياته کړه، د ښار ښځې بايد د رايې په ورکولو کې تر نارینه وو وروسته نه وي او هڅه یې همدا ده چې د ښوونځیو له لارې د ښار ټولې مېرمنې رایې ورکولو ته وهڅوي.

په بغلان کې د راتلونکو پارلماني او ولسوالۍ شورا ګانو په ټاکنو کې د خلکو کمې ونډې اخیستو په اړه اندېښنې په داسې حال کې را برسېره کېږي چې ډېری خلک تذکرې نه لري او له بلې خوا د بغلان ولایت د څو ولسوالیو ګڼ شمېر کلي د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.