ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي

غزني کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي

author avatar
15 Apr 2018 - 11:17
غزني کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي
author avatar
15 Apr 2018 - 11:17

غزني (پژواک، ٢٦ ورى ٩٧): د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د جغتو ولسوالۍ د مرکز اړوند پر شپږو پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

دغه راز نوري دا هم وويل چې په دې جګړو کې اووه طالبان هم وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، د طالبانو بريدونه پر شا تمبول شوي او دا مهال سيمه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده.

دغه راز د جغتو د مرکز اوسېدونکي محمد حسن پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې سخته جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې له سپکو او درنو وسلو کار اخيستل کېده خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د غزني په بېلابېلو سيمو کې پنځه امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د يادونې ده، د غزني له ١٨ څخه ١٤ ولسوالۍ د نا امنۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.