ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې نا امنو سيمو کې د رايه ورکولو مرکزونو پر امنيت ټينګار وکړ

مشرانو جرګې نا امنو سيمو کې د رايه ورکولو مرکزونو پر امنيت ټينګار وکړ

author avatar
15 Apr 2018 - 17:33
مشرانو جرګې نا امنو سيمو کې د رايه ورکولو مرکزونو پر امنيت ټينګار وکړ
author avatar
15 Apr 2018 - 17:33

کابل (پژواک، ٢٦ورى ٩٧): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې بهير له پيله د هر کلي تر څنګ له حکومته وغوښتل چې په نا امنو سيمو کې د رايه ورکولو مرکزونو د امنيت او په ټاکنو کې د فساد مخنيوي لپاره  جدي اقدامات وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړى چې په تېرو کلونو کې خلکو ته د رايه ورکولو لپاره وېشل شوي کارتونه اعتبار نه لري او د راتلونکو ټاکنو لپاره د رايه ورکوونکو نوى لړليک د اوسنيو کاغذي تذکرو پر بنسټ چمتو کېږي.

د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو مهال د روان کال د تلې مياشتې په ٢٨مه نېټه ټاکل شوی او تېره ورځ ورته د ولايتونو په مرکزونو کې نوم ليکنه پيل شوه چې دغه بهير به په درېيو پړاوونو کې پلى شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې لومړى پړاو د وري له ٢٥مې نېټې د غويي تر ٢٢ مې نېټې د ولايتونو مرکزونو، دويم پړاو د غويي له ٢٥مې نېټې د غبرګولي تر اوومې نېټې په ولسواليو او درېيم پړاو د غبرګولي تر ٢٢مې نېټې پورې په کليو کې تر سره کېږي.

د مشرانو جرګې ځينو غړو د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې بهير له پيل نه هرکلى وکړ.

د مشرانو جرګې غړي محمد اجان منګل د جرګې په نننۍ ناسته کې وويل چې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې پيل يو ښه اقدام دى، خو دولت د رايه ورکوونکو له هرو لسو مرکزونو چې په نا امنو سيمو کې په پام کې نيول شوي، يوازې پر دوو  ياد درېيو کنټرول لري، پاتې يې د طالبانو تر حاکميت لاندې دي.

د هغه په خبره، د نوم ليکنې اوسنۍ پروسه کې د رايه ورکوونکو پر تذکره چسپ لګول کېږي چې دا کار بايد ونه شي؛ ځکه چې په دغه کار سره ممکن وسله وال مخالفين هغو کسانو ته ستونزې جوړې کړي چې نوم ليکنه کوي.

منګل وويل: ((د نا امنو سيمو اوسېدونکي غواړي چې ټاکنې په امنه او ازاده فضا کې ترسره شي، څو وکولاى شي چې د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي، که چېرې په دې سيمو کې مخنيوونکي امنيتي تدابير ونه نيول شي، احتمال لري چې د دې سيمو يوازې ٢٠ سلنه اوسېدونکي په ټاکنو کې ګډون وکړي.))

د مشرانو جرګې بل غړي ګل احمد اعظيمي هم د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې پروسې له پيل څخه د هرکلي تر څنګ وويل چې حکومت بايد سر له اوسه د رڼو ټاکنو ترسره کېدو په اړه امنيتي تدابير ونيسي.

د هغه په خبره، حکومت بايد نه يوازې چې د تلې په ٢٨مه نېټه د ټاکنو امنيت خوندي کړي او ډاډمنه فضا رامنځته کړي، بلکې زورواکي او نا مسوول وسله وال بيا هم خلک برمته نه کړي.

د جرګې بل غړي نظر محمد فقيري وويل، که څه هم د ولايتونو مرکزونه او ولسوالۍ د دولت په واک کې دي، خو اکثره کلي د وسله والو مخالفينو په لاس کې دي، له همدې امله به ټاکنې ممکن يوازې تر ښارونو پورې محدودې وي، اطرافو کې ورته زمينه نه ده مساعده او بيا به هم د تېر په څېر جعلي ټاکنې وشي او صندوقونه به ډک کړي.

د مشرانو جرګې يوه غړي جمعه دين ګيانوال وويل چې د ټاکنو پروسه به له فساد ډکه وي، ځکه چې د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې د رايه ورکولو د ١٤ مرکزونو له ډلې يوازې يو مرکز د دولت په کنټرول کې دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.