ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو طالبانو په ټاکنو کې د ګډون بلنه رد کړه

وسله والو طالبانو په ټاکنو کې د ګډون بلنه رد کړه

author avatar
15 Apr 2018 - 21:59
وسله والو طالبانو په ټاکنو کې د ګډون بلنه رد کړه
author avatar
15 Apr 2018 - 21:59

کابل (پژواک ٢٦ ورى ٩٧): وسله والو طالبانو د ولسمشر غني هغه غوښتنه چې له دوى يې غوښتي وو چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي، رد کړ.

په راتلونکو ټاکنو کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه، پرون د هېواد د ولايتونو په مرکزونو کې پيل شوه. ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې به د روان کال د تلې په ٢٨مه او د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو به راتلونکى کال ترسره شي.

ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسې په پيل کې د دولت د وسله والو مخالفينو په ګډون د ټولو خلکو د ګډون غوښتنه وکړه.

ده وويل: ((غوښتنه مې دا ده چې موږ خپلې ټولنې او طالبانو ته د سولې واضح او جامع وړانديز وکړ، که چېرې دوى پر دې باور دي چې په دغه هېواد کې له خلکو سره ريښه لري، نو ټاکنې يې ښه موقع ده.))

خو د وسله والو طالبانو د وياند قاري يوسف احمدي له خوا پژواک خبري اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى باور لري چې اوسمهال د هېواد په پوځي او سياسي برخو کې ټول تصميمونه د بهرنيانو له خوا نيول کېږي، خو د دوى لومړيتوب اوس دا دى چې له هېواد څخه بهرنيان وباسي.

سرچينه کاږي: "موږ ولیدل چې د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې خلک د ټولټاکنو په نوم تېر ایستل شول، اما نهایي پرېکړه بیا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وکړه؛ له راتلونکو ټولټاکنو څخه هم له دې پرته بله هیڅ توقع نه شي کېدلې." طالبانو په دې خبرپاڼه کې له خلکو څخه غوښتني چې له راتلونکو ټاکنو سره پرېکون وکړي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.