جلال اباد (پژواک، ۲۶ وری ۹۷): د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو يو ځل بيا په مومنددرې ولسوالۍ کې د يو ښوونځي د لابراتوار خونه او اسناد سوځولي دي.
د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري د وري په ۲۶مه پژواک اژانس ته وويل، نا پېژاندو مخ پټو وسله والو تېره شپه د مومندرې ولسوالۍ د يو بل ښوونځي ځينې برخې هم وسوځولې.
هغه وايي، وسله والو لومړی د لنډۍ منځني ښوونځي بې وسلې ساتونکي په تشناب کې بند کړي، بيا يې د ښوونځي ټول اسناد او لابراتوار سوځولي او وروسته تللي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ياده پېښه کې د ښوونځي ټول اسناد، د لابراتوار مواد او سامان الات او د لابراتوار خونه په بشپړ ډول سوځېدلي دي.
شينواري له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې د پېښې عاملين پيدا کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري او په راتلونکي کې د ورته پېښو مخنيوی هم وکړي.
د سيمې يو اوسېدونکی زرتاج ګرديوال هم وايي چې تېره شپه وسله والو يو ځل بيا يوه ښوونځي ته اور اچولی او د هغه ځيني برخې سوځېدلې دي.
دی وايي، اوس هم له يادې خونې لوګي پورته کېږي او زده کوونکي په اسانۍ ښوونځي ته د تګ زړه نه کوي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي ادارې پژواک ته ويلي چې د والي په لارښوونه د پېښې پلټنې پيل شوې او د عاملينو د نيولو لپاره يې امنيتي او کشفي ارګانونو هڅې ګړندۍ کړې دي.
دا په تېره لنډه موده کې د مومنددرې ولسوالۍ درېيم ښوونځی دی چې د شپې له خوا يې وسله وال ټول اسناد په يوه خونه کې راټولوي او اور ورته اچوي.
که څه هم ځايي حکومتي اداره دا د وسله والو طالبانو کار ګڼي؛ خو په تېر کې وسله والو دا خبره رد کړې ده او د تازه پېښې په تړاو يې لا څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن