کندوز (پژواک، ٢٦ ورى ٩٧): د کندوز په بېلابېلو سيمو کې د ٨٠ ميليونه افغانيو په لګښت د ٣٣ پروژو پلې کېدو چارې پيل شوې.
د وري په ٢٦مه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د کندوز د کليو پراختيا رييس دوست محمد ريحان وويل چې د ولسي تړون پرواګرم له مخې په دغه ولايت کې د ٣٣ پروژو د پلې کېدو چارې پيل شوې.
هغه وايي چې په دې پروژو کې د څه باندې څلور کيلومتره استنادي دېوال جوړولو او پر ٩٣ کيلومتره سړک د جغل اچولو تر څنګ د يو شمېر نورې لويې او کوچنۍ پروژې شاملې دي.
د ريحان د معلوماتو له مخې، پر دې پروژو به اتيا ميليونه افغانۍ ولګول شي چې څه باندې ٣٥٠٠ کسانو ته به په کې د کار زمينه هم برابره شي.
هغه وايي: ((له دې پروژو به څه باندې ٥٥٠٠ کورنيو ته ګټه ورسېږي.))
دغه راز په دې مراسمو کې د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وويل چې د دغه شان پروژو په پلې کېدو سره بېوزلې، بېکارۍ او د جګړو مخه نيول کېداى شي.
نعيمي له خلکو غوښتنه وکړه چې د دغه شان پروژو په پلي کېدو کې له حکومت سره همکاري وکړي.
هغه د کندوز خلکو ته په خطاب کې وويل: ((نور داسې فکر مه کوئ چې دغه ولايت به بيا سقوط وکړي؛ ځکه حکومت د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت او په کې د پروژو پلې کولو لپاره کلکه اراده لري.))
دغه راز د کندوز د ولايتي شورا غړي زرګل عالمي وويل چې د دې پروژو پلې کېدل به د دغه ولايت د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.
عالمي وويل چې د کليو پراختيا رياست او خلکو په ملتيا به د دې پروژو له پلې کېدو جدي څارنه وکړي.
کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې په تېرو دوو کلونو کې یې دوه ځلې سقوط کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن