کابل (پژواک، ٢٧ ورى ٩٧) : ايران وايي چې ډېر ژر به ١٢٠ افغان بنديان خوشې او افغانستان ته ولېږدوي.
د ايران دولتي اژانس (ايرنا) د وري په ٢٧مه، په کابل کې د خپل سفارت په حواله خبر ورکړى چې افغان حکومت نن پنځه ايراني بنديان خوشې کړل.
په کابل کې د ايران د سفارت د کونسلي چارو مسوول محسن رضا ايرنا ته ويلي چې خوشې شوي ايراني بنديان نن په کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه تهران ته ولېږدول شول.
سرچينې زياته کړې چې ١٢ کاله مخکې د افغانستان او ايران ترمنځ د بنديانو د تبادلې يو تړون لاسليک شوى و.
محسن رضا وايي، د ايراني بنديانو د خوشې کولو په بدل کې به په نږدې راتلونکي کې ددوى حکومت هم ١٢٠ افغان بنديان خوشې او افغانستان ته ولېږدوي.
د ايران د سفارت د معلوماتو له مخې، تر ياد تړون وروسته تر اوسه ٦٢٠ افغان بنديان او ٥٣ ايراني بنديان تبادله شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان ډېرى د نشه يي توکو په تړاو پېښو کې نيول شوي وو.
د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن