ښرنه (پژواک، ٢٧ ورى ٩٧): د پکتيکا په ١٨ ولسواليو کې د تذکرو د وېش لړۍ په داسې حال کې پيل شوه چې د دغه ولايت له نيمايي ډېر اوسېدونکي د هويت تذکرې نه لري.
د دغو مراسمو په پيل کې د پکتيکا مرستيال والي عطاالله فضلي وويل، دغه تذکرې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې تر اوسه يې تذکرې نه دي ترلاسه کړې.
هغه زياته کړه چې د ملي شورا راتلونکې ټاکنې د کاغذي تذکرو له مخې ترسره کېږي نو له همدې امله مهمه ده چې ټول خلک بايد تذکرې ولري.
دغه راز د مرکز ښرنې اوسېدونکي نورمحمد د تذکرو د وېش پر لړۍ خوښي څرګنده کړه خو زياته یې کړه: ((په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوى نه دى شوى نو کېداى شي، ډېر کسان تذکرې ترلاسه نه کړي.))
بل لور ته د پکتيکا ولايتي شورا غړي افسرخان سلېمانخېل له خلکو غوښتنه وکړه چې په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون په موخه دې حتمن تذکرې واخلي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، پکتيکا يو اعشاريه دوه ميليونه نفوس لري خو له نيمايي ډېرو اوسېدونکو يې تر اوسه تذکره نه ده ترلاسه کړې.
هغه زياته کړه: ((دا چې تر اوسه زموږ خلکو تذکرې نه دي اخيستې، نو زموږ د ولايت نفوس هم پنځه لکه حسابېږي او هر خدمات موږ ته د همدې محاسبې له مخې را کول کېږي چې بيا بسنه نه کوي او خلک له ستونزو سره مخ دي.))
همدارنګه د پکتيکا د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې مشر محمد انور وويل چې د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې يې قراردادي کارکوونکي ګومارلي ترڅو خلکو ته تذکرې ورکړي.
د نوموړي په وينا، د عامه پوهاي په برخه کې يې د ارشاد، حج او اوقافو له وزارت سره يو هوکړه لاسليک کړى څو ديني عالمان د منبر او نورو لارو خلک پر دې پروسې وپوهوي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې پژواک خبري اژانس يو راپور خپور کړى چې له مخې يې د پکتيکا ولايت ٩٥ سلنه ښځو تر اوسه د هويت تذکرې نه دي ترلاسه کړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن