ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نېکولسن : هيله ده چې دسولې بهير له کندهاره پيل شي

نېکولسن : هيله ده چې دسولې بهير له کندهاره پيل شي

author avatar
16 Apr 2018 - 18:16
نېکولسن : هيله ده چې دسولې بهير له کندهاره پيل شي
author avatar
16 Apr 2018 - 18:16

کندهار (پژواک، ٢٧ وری ۹۷): په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن وايي ، په خپله ډېری وسله وال مخالفین هم سوله غواړي خو د سولې د غږ تر څنګ باید پر هغوی یو لړ فشارونه هم واچول شي.

نوموړي دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې په کندهار ولایت مقام کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د نیکولسن تر څنګ د کورنیو چارو وزیر ویس برمک، د ملي امنیت لوی رییس معصوم ستانکزي، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ګل اغا شېرزي، د کندهار والي زلمي ویسا، نظامي مسوولینو، د ولایتي شورا غړو او ګڼو مخورو او دیني عالمانو ګډون کړی وو.

نیکولسن په دې غونډه کې پر درېیو موضوعاتو سولې، ټاکنو او امنیت خبرې وکړې.

هغه زياته کړه : ((ټول افغانان سوله غواړي، نړیواله ټولنه هم سوله غواړي او موږ په دې باور یوو چې دغه بهیر باید له کندهاره پیل شي، ښه خبره دا ده چې ولسمشر غني د سولې په برخه کې یوه ډېره جامع طرحه وړاندې کړې ده.))

د ناټو قوماندان وايي، په خپله ډېری وسله وال مخالفین هم سوله غواړي خو د سولې د غږ تر څنګ باید پر هغوی یو لړ فشارونه هم واچول شي.

د نوموړي په وینا، پر وسله والو دیپلوماتیک، ټولنیز او نظامي فشارونه ډېروي.

نیکولسن د پاکستان نوم واخیست چې پر هغوی به دیپلوماتیک فشار واردوي څو په افغانستان کې د سولې په راوستو کې مرسته وکړي.

هغه دغه راز په دې وروستیو کې د کابل پروسې، تاشکند او ځینې نور کنفرانسونه د سولې په برخه کې دیپلوماتیک فشارونه وګڼل.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سولې په هیله پیل شوي پرلتونه پر وسله والو مخالفینو ټولنیز فشارونه دي.

نیکولسن  د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو راتلونکې ټاکنې هم پر وسله والو مخالفینو ټولنیز فشار وګاڼه.

د ده په وینا، هڅه کوي چې راتلونکې ټاکنې رڼې او په امن کې تر سره شي او بهرني ځواکونه به په دې برخه کې له حکومت او امنیتي ځواکونو سره هر اړخیزې مرستې کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.