ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان ته د پنځو سرتېرو جسدونه وسپارل شول

پاکستان ته د پنځو سرتېرو جسدونه وسپارل شول

author avatar
16 Apr 2018 - 17:29
پاکستان ته د پنځو سرتېرو جسدونه وسپارل شول
author avatar
16 Apr 2018 - 17:29

خوست ښار (پژواک، ۲۷ ورى ۹۷): د ملي دفاع وزارت وايي چې د خوست په جګړه کې ١٤ پاکستاني سرتېري وژل شوي، بلخوا د خوست ولايتي چارواکي وايي چې د تېرې ورځې په جګړه کې د پنځو وژل شوو پاکستاني سرتېرو جسدونه يې مقابل لوري ته سپارل شوي دي.

ځايي چارواکو نن (د وري ٢٧مه) يوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې وويل، افغان ځواکونو د پاکستاني عسکرو هغه پنځه جسدونه چې تېره ورځ د جګړې په ډګر کې پاتې و، نن غرمه د ځاځي ميدان ولسوالۍ په سيټيوان سيمه کې مقابل لوري ته وسپارل.

د خوست والي حکم خان حبيبي دغه خبري کنفرانس ته وويل چې د ولسي خلکو وسله والو غبرګون او د امنيتي ځواکونو د بريدونو په پايله کې ژوندی نيول شوی پاکستانى سرتېری هم نن ماسپښين يوه بجه دوی ته وسپارل شو.

هغه زياته کړه، په دې جګړه کې د ځاځي ميدان ولسوالۍ دوه ملکي وګړي هم وژل شوي، چې د جنازې مراسم يې تېره ورخ ناوخته د دوی په حضور کې ترسره شول.

حبيبي همدا ډول وويل چې افغان دولت له پاکستان سره د نړيوالو قوانينو او اصولو په رڼا کې ښې اړيکې غواړي او د هېڅ ډول تېري نيت نه لري، خو له پاکستاني چارواکو هم د ورته عمل هيله لري.

د ولايتي چارواکو په وينا، تېره ورځ سهار اووه بجې پاکستاني ملېشو او پوځيانو د ځاځي ميدان ولسوالۍ دې غاړې ته را اوښتي وو او د امنيتي پوستو جوړولو هڅه يې کوله چې د ولسي خلکو او امنيتي ځواکونو له وسله والو غبرګون سره مخ شول.

بلخوا د ملي دفاع وزارت ويلي چې په ياده جګړه کې ١٤ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ١٧ نور ټپيان شوي دي.

خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې جګړه کې يې پنځه سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

خو هغوى هم د مقابل لوري د لسو وسله والو د وژلو خبر ورکړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.