پلخمري(پژواک،٢٧ورى٩٧): طالبانو په بغلان ولايت کې په ولسي جرګې کې د تخار پر استازي قدرت الله ذکي وسله وال بريد وکړ چې له امله يې د نوموړي درې ساتونکي ټپيان شوي دي.
د قدرت الله ذکي ورور او د تخار مرستيال والي محمد فريد ذکي د وري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د چهارشنبې تېپه په سيمه کې وسله والو طالبانو د قدرت الله ذکي پر موټرو وسله وال بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې ذکي ته کومه ستونزه نه ده پېښه شوې، خو موټر چلوونکى، سکرټر او يو ساتونکى يې ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه چې ټپيان دا مهال د تالقانو په ملکي روغتون کې تر درملنې دي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
دغه راز په بغلان کې د عامه نظم د څلورم کنډک قوماندان سمونوال ذبيح الله غورځنګ هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دغه نښته کې د قدرت الله ذکي دوه ساتونکي او يو طالب ټپيان شوي دي.
بل لورته وسله وال طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې دغه بريد طالبانو کړى دى.
هغه وايي چې په دې بريد کې د ذکي درې ساتونکي وژل شوي او خپله ذکي سخت ټپي دى.
مرکزي بغلان ولسوالۍ د بغلان ولايت له نا امنو سيمو څخه شمېرل کيږي چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن