ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انځورګر: خلک له طبيعت سره مينې ته رابولم

انځورګر: خلک له طبيعت سره مينې ته رابولم

author avatar
16 Apr 2018 - 11:39
انځورګر: خلک له طبيعت سره مينې ته رابولم
author avatar
16 Apr 2018 - 11:39

کابل (پژواک، ٢٧ ورى ٩٧): د رنګونو په وسيله د طبيعي مناظرو ماهر انځورګر غواړي د خپل دغه هنر له لارې په ټولنه کې مثبت بدلون رامنځته کړي او خلک له طبيعت سره مينې ته وهڅوي.

شاعر او انځورګر عنايت الله وردګ چې تر دې دمه يې له درې زره زياتې تابلوګانې او د طبيعت بېلابېل انځورونه کښلي، وايي خلک په طبيعت کې ژوند کوي، خو پر ارزښت يې څنګه چې لازمه ده، نه پوهېږي.

دغه انځورګر چې له زرغون رنګ سره ژوره مينه او تړاو لري، په خپلو اکثره کښلو انځورونو کې يې له همدغه رنګ څخه کار اخيستى؛ ځکه چې زرغون رنګ د سمسور ژوند نښه ده.

عنايت الله وردګ له پژواک خبري اژانس سره د خپل هنر په اړه ځانګړې مرکه کې د خپل دغه هنر د پيل انګېزه داسې په ډاګه کړه: ((پېښور کې محصل وم، يوه ورځ مې چېرته پر دېوال يو انځور وليده، دوو ښځو د پرې شوې ونې يوه لويه تنه په اوږو اېښې وه او په ډېر زحمت غره ته اوچتېدلې.))

هغه وايي چې د دې تابلو په ليدو يې له يوې خوا د ښځو له کړاوه ډک ژوند ته پام شو او له بلې خوا يې د پرې شوې ونې څانګو له طبيعت سره خواخوږي او مينه پيدا کړه.

نوموړي ته خپلې ګڼې انځورګرۍ څو بېلګې هم وښودې چې نږدې ټولې يې د زرغون طبيعت، خوړونو، سيندونو، غرونو، ځنګلونو او کليوالي دنګو کلاګانو په اړه وې چې د ټولو تر منځ او شاوخوا دنګې شنې ونې ښکاري او په ځينو کې يې د مډرن ژوند نښې لکه پاخه سړکونه او برقي مزي هم ښکاري.

دغه انځورګر چې شاعر هم دى، د خپل شعر او انځورګرۍ د تړاو په اړه يې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((زه خو له اصله پر طبيعت مين وم، د منظرو په ليدو به مې زړه هوايي شو، پنځګر به يې فکر ته راغى، په تورو او رنګونو به مې د انځورولو کوښښ وکړ او بالاخره شعر او انځورګري راته د يوه او بل مقدمه وګرځېدل.))

نوموړى زياتوي چې شعر او انځورګري يو بل ته ورته هنر دى، دواړه د چاپېريال کيسه کوي، طبيعي منظرو او د کال څلورګونو فصلونو کې دقيق فکر کول نه يوازې چې خوند لري، بلکې په موږ کې له طبيعت سره چې ژوند په کې کوو، د خواخوږۍ او مهربانۍ حس بيدارولى شي.

وردګ وايي چې په افغانستان کې انځورګرۍ تر ډېره بازاري بڼه پيدا کړې او انځورګران يوازې پلورونکى او پيسې په پام کې نيسي، خو دى ددې خلاف دى او خپل اکثره انځورونه يې په دېوالونه کښلي چې د لېږد وړ نه دي، خو د مبايل په وسيله يې اخيستل شوي تصويرونه په خپل فېسبوک کې خوندي کړي دي.

نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې انځورګري په مثبت ټولنيز بدلون کې څومره لرول لري؟ وويل: ((زما انځورګري د حقيقت څرګندويه ده، حقيقت خلک عمل ته هڅوي، احساس را ژوندى کوي، په همدې سبب د يوه او بل د درک قوه پياوړې کېږي، په ټولنه کې د خپلوى او شراکت حس ژوندى کېږي او دا حس ټولنيز پرمختګ او بدلون رامنځته کولى شي.))

د بلخ پوهنتون د ادبياتو پوهنځي استاد پوهنيار احمد جاوېد صديقي چې د عنايت الله وردګ د انځورګرۍ مينه وال دى، وايي چې د هغه د انځوريزو اثارو په ليدو يې هر ځل له طبيعت سره مينه لا زياتېږي.

صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په افغانستان کې د جګړې روان ناورين پر طبيعت هم سخت منفي اغېز کړى، د ځنګلونو او ونو د وهلو او لرګيو قاچاق روان دى، خو هېچا هم دې ته پام نه دى کړى چې له دې سره د انسان روغ ژوند هم تړل شوى دى.

نوموړى وايي چې د طبيعت ساتنې لپاره بايد هم د ځواک او هم د هنر له لارې مبارزه وشي، خو د عنايت په څېر هنري مبارزه ځکه ډېره اغېزناکه ده چې خلک نالوستي دي او داسې طبيعي نقاشۍ يې له خپل ښکلي چاپېريال سره مينې، سولې او له تاوتريخوالي پاک ژوند ته هڅوي.

د يادونې ده، تر دې دمه د عنايت الله وردګ د انځوريزو تابلوګانو لپاره کوم ځانګړى نندارتون نه دى جوړ شوى او دغه انځورګر ګوښه پاتې شوى، خو په دې وروستيو کې اطلاعاتو او کلتور وزارت د نقاشۍ په برخه کې د کړو خدمتونو له امله په يوه ستاينليک نازولى دى.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.