د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ايران ١٢٠ افغان بنديان افغانستان ته سپاري

ايران ١٢٠ افغان بنديان افغانستان ته سپاري

Apr 16, 2018 - 16:04

کابل (پژواک، ٢٧ ورى ٩٧) : ايران وايي چې ډېر ژر به ١٢٠ افغان بنديان خوشې او افغانستان ته ولېږدوي.

د ايران دولتي اژانس (ايرنا) د وري په ٢٧مه، په کابل کې د خپل سفارت په حواله خبر ورکړى چې افغان حکومت نن پنځه ايراني بنديان خوشې کړل.

په کابل کې د ايران د سفارت د کونسلي چارو مسوول محسن رضا ايرنا ته ويلي چې خوشې شوي ايراني بنديان نن په کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه تهران ته ولېږدول شول.

سرچينې زياته کړې  چې ١٢ کاله مخکې د افغانستان او ايران ترمنځ د بنديانو د تبادلې يو تړون لاسليک شوى و.

محسن رضا وايي، د ايراني بنديانو د خوشې کولو په بدل کې به په نږدې راتلونکي کې ددوى حکومت هم ١٢٠ افغان بنديان  خوشې او افغانستان ته ولېږدوي.

د ايران د سفارت د معلوماتو له مخې، تر ياد تړون وروسته تر اوسه ٦٢٠ افغان بنديان او ٥٣ ايراني بنديان تبادله شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان ډېرى د نشه يي توکو په تړاو پېښو کې نيول شوي وو.

د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement